شاته

وسله والو په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان د پوځ ۱۲ غړي وژلي

په پاکستان کې چارواکي او پوځ وايي چې وسله والو په تېرو دوو ورځو کې په جلا پېښو کې د پاکستان د پوځ ۱۲ غړي وژلي دي.

په تازه پېښې کې یو شمېر بریدګرو د بلوچستان په ایالت کې په پوځ برید کړی او درې سرتېري یې وژلي. د چارواکو په خبره په برید کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.

پوځ د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (سرطان۲۲) په یو بیان کې وویل چې برید تېره ورځ د بلوچستان د «سوئي» په سیمه کې شوی دی. دغلته د پاکستان د طبعي ګازو اساسي پایپلاین هم دی.

لا معلومه نه ده چې برید چا کړی دی، خو شک کېږي چې بلوڅ بیلتون غوښتونکو به کړی وي، چې مخکې هم د یو شمېر بریدونو په کولو تورن شوي دي.

مقامات وايي چې د بریدګرو لټون روان دی. بریدګر له برید وروسته تښتېدلي دي.

د اسوشتډپرس د راپور په اساس په «سوئي» کې تر برید شاوخوا پنځه ساعته مخکې د بلوچستان د «ژوب» په ولسوالۍ کې وسله والو په یوې امنیتې پوستې برید وکړ او د پوځ نهه سرتېري ووژل. پوځ وايي پنځه واړه بریدګر هم ووژل شول.

د پاکستان د جهاد ډلې، چې تازه جوړه شوې ده، په یوې اعلامیې کې ادعا کړې وه چې دا برید دوی کړی دی، خو په اړه یې نور معلومات نه وو ورکړي.

په بلوچستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې وخت ناوخت بیلتون غوښتونکي بریدونه کوي. بلوڅ بیلتون غوښتونکو د خپلواکۍ لپاره جنګېږي. سره له دې چې پاکستان وايي ترهګري یې ځپلې ده، خو په دغه ایالت کې خشونت روان دی.