شاته

بایډن: پوتین د اوکراین جګړه بایللې ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین جګړه بایللې ده.

نوموړي هیله وښوده چې د اوکراین متقابل برید به مسکو د خبرو میز ته په کیناستو مجبور کړي.

بایډن د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (سرطان۲۲) فنلنډ ته د خپل سفر په مهال د دغه هېواد له ولسمشر ساولي نیینیستو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «پوتین وار دمخه جګړه بایللې ده. پوتین واقعي ستونزه لري. هېڅ امکان نلري چې هغه دې د اوکراین په جګړې کې ګټونکی شي.»

روسیې په اوکراین باندې نوي بریدونه پیل کړي او اتومي وسلې یې خوځولې دي، خو بایډن وویل چې داسې واقعي نظر نشته چې پوتین دې اتومي وسلې وکاروي. نوموړي وویل چې د اوکراین جګړه به ډېر کلونه دوام ونکړي.

سره له دې چې ناټو په دغه سازمان کې د اوکراین د یو ځای کېدو کومه نېټه مشخصه کړې نه ده، خو بایډن وویل چې اوکراین به یوه ورځ په ناټو کې ګډ شي.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس د امریکا ولسمشر وویل: «په جګړې کې دخېل هېڅ هېواد نشي کولای د ناټو غړی شي. په اوسني وخت کې له ناټو سره د اوکراین یوځای کېدل به د درېیمې نړیوالې جګړې په مانا وي.»

هغه زیاته کړه چې اصلي کېسه دا نه ده چې «هغوی له ناټو سره یو ځای شي که نه، خبره دا ده کله کولای شي چې یو ځای شي. هغوی به له ناټو سره یو ځای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې پوتین د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل که اوکراین له ناټو سره یو ځای شي، دا کار به نړۍ زیانمنه او نړیوالې شخړې زیاتې کړي.

بایډن دریو اروپايي هېوادونو ته په خپل سفر کې له ناټو څخه د متحدو ایالتونو د کلک حمایت اعلان وکړ.