شاته

روسيه: اوکراین ته د اف-۱۶جنګي جټ الوتکو لیږل به یو 'اټومي' ګواښ ‌وګڼل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د پنجشنبې په ورځ، د جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۲مه) وویل چې مسکو اوکراین ته د اف-۱۶جنګي جټ الوتکو استول چې د اټومي وسلو د لېږدولو توان لري، "اټومي ګواښ" ګڼي.

اوکراین له اوږدې مودې راهیسې له خپل لویدیځو متحدینو څخه د روسیې د جګړې لپاره د نورو پوځي مرستو تر څنګ غواړي‌ په متحدو ایالتونو کې جوړې شوې پرمختللي اف-۱۶ جنګي جټ الوتکې ترلاسه کړي.

لاوروف چې اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د سپارلو په تړاو د امریکا د متحدو ایالتونو د پلان په اړه خبرې کولې وویل: "روسیه نشي کولی د اټومي وسلو د لیږدلو لپاره د دې الوتکو وړتیا له پامه غورځوي. په دې برخه کې هيڅ ډول ضمانت د منلو وړ نه دی. بلخوا زموږ سرتیري نشي کولای چې د جګړې په ډګر کې دا معلومه کړي چې ایا دا ډول الوتکې په اټومي وسلو سمباله ده که نه."

لاوروف د خپلو خبرو په دوام وویل: "مسکو به دا حقیقت چې د اوکراین وسله وال ځواکونه دا راز پرمختللي‌ سیسټمونه لري، د لویدیځ لخوا د یو اټومي ګواښ په توګه په پام کې ونیسي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پداسې حال کې کوي،‌ چې هالنډ او ډنمارک د ۱۱ هیوادونو د ټلوالې د یوې برخې په توګه، په متحدو ایالتونو کې جوړې شويو د اف- ۱۶ جنګي جټ الوتکو لپاره د اوکرایني پیلوټانو د روزنې پروګرام مشري پرغاړه لري.‌

کیف ته د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د اف- ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکو د ورکړې تر زرغون څراغ وروسته به دغه پروګرام د روان اګست میاشت کې، په ډنمارک کې پیل شي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د روان کال د مې په ۱۹مه نېټه د جي-۷ هېوادونو په سرمشريزه کې ویلي وو چې واشنګټن به اوکراين ته د پرمختللو اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د ورکولو او د پيلوټانو د روزنې د پروګرام ملاتړ وکړي.

روسیې اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي‌جټ الوتکو د ورکولو په غبرګون کې بیا ویلي چې دا کار به په مستقیمه توګه امریکا د اوکراین په جګړه کې ښکیل کړي.

خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې د دې مسلې په اړه د زیاتو اندیښنو سره سره سپینه ماڼۍ ډاډمنه ده چې اوکراین به پر خپلو ژمنو ولاړ وي او د روسیې پر خاوره به د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو څخه کار نه اخلي.

پر اوکراین د روسیې د پوځې یرغل راهیسې، ګڼ شمېر لویدیځو هېوادونو له اوکراین سره پوځي‌ مرستې کړې دي.‌

په دې لړ کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت تیر میاشت له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نويو پوځي تجهیزاتو مرسته اعلان کړه چې د پاټریوټ دافع هوا سیستمونه، کلسټر بمونه او ډېر نور مهمات په کې شامل دي.

په همدې حال کې د اوکراین یوه جګپوړي پوځي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ددې خبرې پخلی وکړ چې د کیف د امریکا د متحدو ایالتونو څخه کلسټر (خوشه یي) بمونه ترلاسه کړي دي.

د اوکراین د پوځ لوړپوړی قوماندان الکساندر تارناوسکي له سي ان ان سره په مرکه کې وویل: "موږ د کلسټر مهمات تازه ترلاسه کړي دي، خو تر اوسه مو نه دي کارولي. دغه بمونه کولی شي [د جګړې ډګر] کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي."

نوموړي زیاته کړه: "دښمن هم پوهېږي چې موږ به د دغو بمونو په ترلاسه کولو سره برلاسی ولرو." خو هغه په ورته وخت کې وويل چې دغه بمونه به په ګڼ مېشتو سيمو کې ونه کارول شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د جولای په اوومه، وویل چې اوکراین د مهماتو له کموالي سره مخامخ دی او له همدې امله یې کیف ته د کلسټر بمونو د لېږلو پرېکړه کړې ده.

له سي ان ان سره په مرکه کې ولسمشر بایډن وویل چې اوکراین ته د کلسټرو بمونو د لیږلو پرېکړه د ده لپاره ډېره ستونزمنه وه، خو ده ټینګار وکړ چې د اوکراین د مهماتو د کموالي په پام کې نیولو سره اړینه وه چې دغه مهمات هغه هېواد ته ولېږدوي،‌ترڅو کیف د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړای شي.

بایډن وویل: "زما لپاره ډیره ګرانه پریکړه وه، خو په هرصورت، ما په دې اړه له خپلو شریکانو سره خبرې وکړې."

پر اوکراین د دریمې په پرله پسې شپې لپاره بریدونه

د اوکراین په پلازمینه کیف کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر پلازمینې باندې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو برید په پایله کې یو تن وژل شوې دی.

دغو چارواکو وویل چې د اوکراین د هوايي‌مدافع سیسټم تیره شپه د روسیې لږ تر لږه، لس بې‌پیلوټه الوتکې(ډرون) رانسکور کړل چې ځینې دغه بې پیلوټه الوتکې د استوګنې پر ودانیو را غورځیدلي دي،‌ چې ودانیو ته د زیان تر څنګ درې تنه یې هم ټپیان کړیدي.‌

د اوکراین پوځي ادارې د ټیلیګرام په یوه پیغام کې ویلي چې روسیې په پرله پسې توګه د اوکراین پر ښارونو په ایران کې د شاهد په نوم د جوړ شوي بې پیلوټه الوتکو پر مټ بریدونه کوي. پیغام کې راغلي چې دا دریمه پرله پسې شپه وه چې روسیې په کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.