شاته

ولسمشر بایډن په ناروې کې سکانډیناوي هېوادونو له مشرانو سره وکتل

اروپا ته د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن پنځه ورځنی سفر، د پنجشنبې په ورځ د جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۲مه) د سکانډیناويا د پنځو هیوادونو د مشرانو سره په یوې غونډې کې تر ګډون وروسته پای ته ورسید.

د امنیتي همکاریو په دې غونډه کې چې د ناروې، سویډن، ډنمارک، فنلنډ او ایسلنډ هېوادونو د مشرانو په ګډون د فنلنډ په پلازمېنه هلسینکي کې جوړه شوې وه، د اقلیم د بدلون او د ټکنالوژۍ اړوند موضوعاتو باندې هم خبرې وشوې.

فنلنډ د روان میلادي کال په پیل کې، د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) غړيتوب ترلاسه کړ چې ورسره له روسیې سره د ناټو پوله دوه برابره شوه. په ورته وخت کې،‌ بایډن له خپل فنلنډي سیال سره په لیدنه کې په ناټو کې د دغه هېواد غړیتوب ته هرکلی ووایه.

بايډون وویل: "تاسو پوهیږي او زه په دې اند یم چې فنلنډ او د امریکا متحده ایالتونه یوځای پیاوړي دي." ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د هغه په اند، فنلنډ د ناټو او نړۍ لپاره یو مهم غړی هېواد دی.

د هیلسنکي له غونډې یوه ورځ مخکې ولسمشر بایډن له خپل اوکرایني سیال سره په کتنه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اوکراین به د روسیې پر وړاندې په جګړه کې یوازې نه وي.

بایډن زیاته کړه: "موږ به په شا نه شو او له اوکراین سره زموږ ژمنتیا به کمزورې نه شي. موږ به نن، سبا او تر هغه چې اړتیا وي، د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره ودریږو."

د هیلسنکي د غونډې موخه د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې د ناټو د ځواک او نفوذ پراخول ښودل شوي دي. ښاغلي بایډن ټینګار وکړ چې پوتین به په اوکراین کې بریالی نشي.

ولسمشر بایډن په ویلنیوس کې د ناټو سرمشریزه یوه تاریخي غونډه وبلله او وویل: "پوتین لا هم دا ناسم باور لري چې هغه کولی شي په اوکراین کې بریالی شي. هغه نه پوهیږي چې دا د دوی [اوکراین] خاوره ده، دا د دوی هیواد دی او دا د دوی راتلونکی دی. ددې ټولو سره سره،‌ هغه زموږ د تلپاتې ځواک په اړه شک لري."

په دې سرمشریږې کې د ناټو مشرانو یو ځل بیا په دې تړون کې د اوکراین د غړیتوب پر ملاتړ ټینګار وکړ، خو د دې کار لپاره یې کوم مهالویش نه دی ټاکلی. بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا سرمشریزه بریالۍ بللې ده.

زیلینسکي وویل: " فکر کوم چې د سرمشرېزې په پای کې موږ د مشرانو یوموټیوب او ستر امنیتي تضمینونو درلودل،‌ چې دا پخپله ددې سرمشریزې بریالیتوب په ډاګه کوي."

ولسمشر زیلینسکي همدا راز کیف ته د واشنګټن لخوا د کلسټر (خوشه یي) بمونو چې کارول یې د ۱۲۰ څخه زیاتو هیوادونو لخوا منع دي، د ورکړې له پریکړې څخه ملاتړ وکړ.‌

هغه زیاته کړه: "روسیه تل زموږ په خاوره کې کلسټر بمونه کاروي، زموږ په خاوره کې جګړه کوي، زموږ خلک وژني اوله کلونو راهیسې دغه بمونه کاروي."

په ورته وخت کې،‌ روسیې اوکراین ته د لویدیځ له خوا د امنیتي مرستو او ضمانتونو برابرول یوه خطرناکه تېروتنه وبلله، چې د کرملین په وینا، د روسیې امنیت ته ګواښ پېښولی شي او د راتلونکو کلونو لپاره به د اروپا امنیت له لویو ګواښونوسره مخ کړي.