شاته

فعالان: طالبان ټویټر کې د بیان ازادي ستایي او پخپله اساسي‌ بشري حقونه تر پښو لاندې کوي

افغان فعالینو د طالبانو د یو مشر انس حقاني هغو څرګندونو ته، چې ویلي یې دي ټویټر یوه بهتره ټولنیزه شبکه ده ځکه خلکو ته د بیان ازادي ورکوي، سخت غبرګون ښودلی دی.

دغه فعالین وایي چې طالبان ځان ته د بیان ازادي غواړي خو په افغانستان کې یې خلک بیان د ازادۍ په ګډون له اساسي بشري حقونو څخه محروم کړي دي.

انس حقاني دا اونۍ د ټویټر په پلوۍ په خپل یو ټویټ کې د فیسبوک پر مالک شرکت (میټا) باندې انتقاد وکړ او ویې ویل چې ټویټر د بیان په ازادۍ او باور کې د نورو ټولنیزو شبکو نه مخکی دی او د میټا غوندې د نه زغم پالیسي نه لري.

د انس حقاني دغه ټویټ چې ښايي د میټا لخوا د "تریډز" په نوم ټویټر ته ورته ټولنیزې شبکې د پیلولو د اعلان په اړه يې کړی، په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د منتقدینو ترمنځ بحثونه پارولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ د حقاني دغه څرګندونې د طالبانو له کړنو سره په تظاد کې بولي او تور لګوي چې طالبان خپل منتقدین نیسي او حتی وژني یې.

ښاغلي اندړ وویل: "د انجنیر نوید په نوم یو شخص په طالبانو نیوکه وکړه، او ډیره ساده نیوکه وه. هغه د معلمینو د تنخواه په اړه پوښتنه وکړه. په دغه خبره یې دغه کس بندي کړ او بیا یې کورنۍ مړی په سیند کې وموند."

د میرمنو د حقونو یو شمېر فعالانو هم د حقاني دغه څرګندونې د حیرانتیا وړ بللي، ځکه د دوی په وینا، میرمنې حتی د اساسي بشري حقونو نه محرومې دي او وایي چې دا د ټویټر ناکامي ده چې داسې یوه ډله یې کاروي چې هغوي خلک ګواښي.

د ښځو د حقونو فعاله فرزانه الهام کوچۍ وايي، د طالبانو زندانونه ټول د پوهانو، مدني فعالانو، خبریالانو او هغو روڼ اندو څخه ډک دي چې د بدلون او یا مېرمنو د حق خبره کوي.

په فیسبوک کې تړلي حسابونه

د طالبانو د حکومت چارواکي او ملاتړي له ډیر وخت راهیسې ټویټر د خپلو تبلیغاتو لپاره کاروي، په داسې حال کې چې په فیسبوک کې د دوی ډیر حسابونه تړل شوي دي. په ټولنیزو شبکو کې فعالو یو شمېر افغانانو په پرله پسې ډول د ټویټر له ادارې څخه غوښتي چې د طالبانو حسابونه وتړي.

د میرمنو د حقونو ملاتړې، وږمه سایل وايي: "فیسبوک یو مهم ګام پورته کړ چې د دوی حسابونه یې وتړل. زه فکر کوم باید ټویټر هم یوه داسي پالیسي ولري. هغه افغانان چې د ملک نه دباندي اوسیږي. هغوی ته ګواښونه کیږي، دا هر څه باید بند شي."

د انس حقاني ټویټ ته د افغانانو د غبرګون هم مهاله، د ټویټر مالک ایلن مسک د حقاني له ټویټ څو ساعته وروسته په خپل یو ټویټ کې ولیکل: "دلته تاسو ازادي لری چې ریښتیني اووسئ."

د میریلنډ پوهنتون استاد کوډي بنټین چې د طالبانو د ټویټر د استعمال په اړه یې څیړنې کړیدي، وایي چې دا ټویټ د ایلن مسک د هغې ادعا تکرار دی چې وایي په ټویټر کې هر څوک د بیان ازادي لري.

کوډي وايي، میټا طالبان د خطرناکو ډلو په لیست کې شامل کړیدي خو ټویټر له ډېره وخته دوی ته اجازه ورکړې ده، ځکه یې ستاینه کوي.

نوموړي زیاته کړه: "ټویټر په تاریخي ډول د طالبانو لپاره یو پرانیستی ځای دی چې هغوی ته اجازه ورکوي چې په ملک کې دننه او په نړیواله توګه د خلکو توجه راجلب کړي."

کوډي بنټین وايي، دا به په راتلونکي کې ولیدل شي چې د ټویټر د دغه پالیسو په غبرګون کې به ولس د ټویټر په مقابل کې د میټا د تریډز شبکه غوره کړي او کنه؟

امریکا غږ هڅه وکړه چې ددې موضوع په اړه د طالبانو د مقاماتو دریځ ترلاسه او خپور کړي، خو مکررو پیغامونو ته یې ځواب ترلاسه نکړ.