شاته

روسي جنرال: د پوځ لوړ پوړو چارواکو د اوکراین په جګړه کې له خپلو سرتېرو سره خیانت کړی دی

د روسیې یو لوړپوړی جنرال وايي، وروسته له هغه له خپلې دندې ګوښه کړای شو چې د روسیې پوځي مشرتابه ته یې د اوکراین په جګړې کې د ناوړه وضعیت په اړه معلومات ورکړل.‌

د ګډو ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال ایوان پوپوف وویل، کله چې د روسیې لوی درستیز جنرال والري ګراسیموف ته یې د اوکراین سره د جګړې په لیکو د روسیې ځواکونو د بد وضعیت په اړه معلومات ورکړل، نو سمدلاسه د خپلې دندې څخه ګوښه کړای شو.

جنرال پوپوف چې د اوکراین په ژاپوريژیا سیمه کې یې د روسي ځواکونو مشري پرغاړه لرله، په یو غږیز پیغام کې چې د روسیې د ولسي جرګې غړي اندري ګورولیوف خپور کړی، ویلي چې د جګپوړو پوځي قوماندانانو بې غوري، روسي پوځیان د شا له خوا په چاړه وهلې دي.

هغه په غږیز پیغام کې ویلي دي: "د اوکراین پوځ ونشو کړای چې زموږ لیکې مات کړي، خو زموږ جګپوړو قوماندانانو موږ د شا څخه ووهلو او په خورا سختو شرایطو کې یې د پوځ څټه وایستله."

پوپوف د اوکرایني ځواکونو د توپچي بریدونو له امله د روسي پوځیانو د مرګ ژوبلې په لوړه شمېره نیوکه وکړه او خپلو لوړپوړو چارواکو ته یې د اوکراین د توپچي بریدونو د شنډولو لپاره د مناسب سیستم او همدارنګه د پوځي معلوماتو د نشتوالي په اړه شکایت وکړ.

۴۸ کلن پوپوف وویل، له هغه مهاله چې د پوځ لوړپوړو قوماندانانو ته یې حقیقت ویلی، له سختو شیبو سره مخ شوی دی.

نوموړي په خپل غږیز پیغام کې همداراز ویلي: "زه حق نه لرم او نه مې درلودی چې د خپلو وژل شویو ملګرو په نوم دروغ ووایم، نو ځکه ټولې شته ستونزې مې وویلې."

دا معلومه نه ده چې جنرال پوپوف دغه پیغام کله ثبت شوی او نه هم د هغه اوسنی ځای معلوم دی. د روسیې دفاع وزارت تر اوسه د نوموړي د ګوښه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د واګنر ګروپ له پاڅون څخه لږ تر لږه درې اونۍ وروسته د یو لوړپوړي جنرال لخوا د روسیې په پوځي مشرتابه دا ډول نیوکه، که ریښتیا وي، نو دا د روسیې په پوځ کې پرله پسې ناهیلۍ په ګوته کوي.

یاده دې وي چې د واګنر ګروپ مشر د روان کال د جون پر ۲۳مه نېټه، د یو لړ ویډیوګانو او غږیزو پیغامونو په خپرولو سره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو پدې تورن کړ چې د دې ډلې پر پوځي اډې یې د راکټي برید امر کړی او زیاته کړې یې وه، چې د دوی ځواکونه به اوس شویګو ته په وسله وال بغاوت کې سزا ورکړي. هغه د روسیې له پوځ څخه وغوښتل چې مقاومت ونه کړي.

خو یوه ورځ وروسته، د جون پر ۲۴مه نېټه یې د بلاروس د ولسمشر په منځګړیتوب د روسیې له حکومت سره هوکړه وکړه او وپتیل شوه چې د روسیې حکومت د هغه پر ضد ټول تورونه له پامه وغورځوي، دې او جنګیالي یې بلاروس ته ولاړ شي.‌

پریګوژین په پرله پسې توګه پر روسی چارواکو ، په ځانګړي توګه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز والري ګراسیموف نیوکه کړې او دوی یې په "خیانت" تورن او د "لسګونو زرو" روسي ځواکونو د وژلو مسوول بللي دي.

جنرال ایوان پوپوف وايي، چې اوسمهال یې برخلیک او راتلونکی دواړه ناڅرګند دي. هغه زیاته کړه: "په اصل کې لوړ پوړو چارواکو زما څخه د یو ډول خطر احساس وکړ، نو ځکه د یوې ورځې په ترڅ‌ کې د دفاع وزیر څخه یې زما د ګوښه کیدو امر ترلاسه او زما د شر څخه خلاص شول.‌ اوس وخت زه د خپل برخلیک په تمه یم."