شاته

د افغانستان په هرات کې مېرمنې وېرېږي چې د دوی روزګارونه ختمېدای شي

واشنګټن – په هرات ولایت کې یو شمېر مېرمنې وېره څرګندوي چې له دوی سره د خپلو رورګارونو د لاسه ورکولو وېره ده، ځکه چې طالبانو په افغانستان کې په ښځو باندې د کار کولو په برخه کې خپلو بندیزونو ته دوام ورکړی.

د حسیني قنبري د تارونو ریشلو/غښتلو په کارخانه کې د نورو کارکونکو سره د 29 کالو فاطمه نبي هم کار کوي. هغه پخوا یوه سرکاري نوکره وه او غواړي طالبان دې په ښځو د پابندو لګولو په ځای له دوی سره مرستې وکړي.

فاطمه نبي وايي،

"پکار ده د ښځو او سړیو دواړو دپاره د روزګارونو موقع پیدا کړای شي. د طالبانو حکومت ته پته ده چې دلته زیات روزګارونه نشته. دوی دې زمونږ ملاتړ وکړي. په مونږ دی بندېزونه نه لګوي."

نبي او پدې کارخانه کې کارکونکې نورې ښځې وایي، هغه وخت ورسره وېره پیدا شوه کله چې د طالبانو یوه نماینده د کارخانې مالک ته وویل، چې د دوی نه دی خوښ چې پدی کارخانه کې دومره ډېرې ښځي راغونډېږي. ځکه دا بنده کړه.

معصومه قاسمي ددی کارخانې نګرانه ده. هغه وايي، دلته کارکونکو ډیرو ښځو به پخوا په سرکاري ادارو کې کار کاوه او تنخواګانې به یې اخېستې.

"اوس نه تنخواګانې شته او نه دوی بهر کار کولی شي. په همدې سبب مونږ دا کارخانه پرانېستله چې له ښځو سره د خپلو بچیو دپاره د ګټې وټې وسیله جوړه کړو. دلته 120 ښځې کار کوي. که طالبانو دغه ځای بند کړ نو دا ښځي به څه کوي."

طالبان چې په سر کې یې د ښځو او انساني حقونو ته د درناوي کولو لوظونه ورکړي وو، افغان ښځې له ګڼ شمېر بندیزونو سره مخ کړې.‌

له شپږم ټولګي پورته ماشومانې جونې ښونځیو ته پرېښودل کېږي. د ښځو په روزګارونو یا نوکرو باندې بندیزونه، او حتی چې په اېن جي اوز کې هم له کار کولو څخه منع کړای شوي دي.

پدغو حالاتو که د نړیوالې تولنې لخوا په طالبانو ډېرې نیوکي کیږي نو دې غوښتنو هم زور اخیستی چې پدې طریقه ښځي د خپلو حقونو نه محرومه کول یا صنفی امتیاز دې یو جرم وګرځول شي.

خو طالبان وايي، د هغوی په واک کې د ښځو حقونه خوندي او دغه بندیزونه لنډ مهاله دي ترڅو چې د ښځو دپاره د اسلامي ستر د غوښتنو په حساب چاپیریال او حالات برابر کړی شي.

خو د طالبانو دغه پابندو د لاسه په میلینونو افغانان له سختو اقتصادي حالاتو سره مخ دي.

او ددغې کارخانې انجینیر غلام رسول جعفري سره هم دغه غم دی. چې دلته کارکونکي به چرته ځي؟

"مونږ امارت ته خواست کړی چې دا دې نه تړي. که دا بنده شوه نو مونږ به څه کوؤ؟ ځان به وژنو، خیرات به غواړو یا خپلو کورونو به خرڅ کړو او کډوال به شو؟

دلته حالات داسې دي چې د ولږې، د مرګ نه ځان بچ کولو دپاره به خپل ملک پرېږدو. دوی دې زمونږ ملاتړ وکړي."

تېره هفته د م م د ماشومانې څانګې یونیسف د افغانستان دپاره نماینده فران ایکویزه په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي وو،

"په 2023 کال کې 2.3 ملینه افغان ماشومان د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ کېدی شي او دا چې 875,000 ماشومان د غذایت د انتهايي کموالي دلاسه د ژوند بچ کونکي علاج ته ضرورت لري."

هغه دا هم زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د زیاتېدونکي بی وسۍ دلاسه زیات ماشومان په ډېر وړوکي عمر کې په مزدورو کولو مجبوره دي.

د مئ په سر کې په دوحه کې د افغانستان په سر د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د یو اېن سېکرټري جنرل انټونیو ګوټېرس هم ویلي وو، په افغانستان کې د بشري حالاتو د سنګینۍ اندازه لګول ګرانه ده.

"دا وخت په افغانستان کې د دونیا ترټولو لوی انساني بحران دی. 97% افغانان په غریبۍ کې ژوند کوي، او روان کال به 28 میلینه خلکو ته د ژوندي پاتي کېدو دپاره د مرستې ضرورت وي او دا چې 6 میلینه ماشومان، ښځي او نارینه د ولږې په شان حالاتو ته ورنېږدې شوي."

په اپرېل کې د م.م د اوچا دفتر هم ویلي و چې لږ تر لږه 24 میلینه ضرورت منده افغانانو دپاره د مرستو په لړ کې د 4.62 بیلینه ډالرو د مرستې ضرورت دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان بریا ته د ترکانو ګډ غبرګونونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00