شاته

د امریکا پوځي مشران: له روسیې سره په جنګ نه یو

د متحدو ایالتونو دفاعي مشرانو ویلي دي چې له اوکراین سره د متحدو ایالتونو دوامداره پوځي مرستې له روسیې سره د امریکا د جګړې په مانا نه دي.

د راپورونو په اساس، د دوشنبې په ورځ په اوکراین کې ملېشه ځواکونو د روسیې خاورې ته د ننوتلو لپاره د امریکا پوځي وسایط کارولي او ممکن مسکو دا له متحدو ایالتونو سره د مخامخ جګړې لپاره یوه پلمه وګرځوي.

همدغو اندېښنو ته په کتو، د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (جوزا څلورمه) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «موږ له روسیې سره په جګړه نه یو. دا د اوکراین جګړه ده. زموږ هدف دا دی، چې هر څه مو په وس وي ویې کړو چې مطمین شو اوکراین بریالی شي.»

د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي هم وویل دوی په وار وار له اوکراین څخه غوښتي چې امریکایي وسلې د روسیې په قلمرو کې دننه ونه کاروي.

هغه وویل: «زه دا ویلای شم چې موږ اوکراینیانو ته ویلي دي د متحدو ایالتونو انتقال شوي تجهیزات په روسیې باندې په مستقیم برید کې ونه کاروي.» جنرال میلي زیاته کړه: «دا د اوکراین جګړه ده. دا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ جګړه نه ده. دا د ناټو او روسیې ترمنځ جکړه نه ده.»

تر دغو څرګندونو لږ مخکې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په خپل تیلیګرام کې لیکلي وو «دښمن د اوکراین ډارول روان ساتلي او د شاهد [ایراني ساخت] ۳۶ بې پیلوټه الوتکې یې وکارولې. یوه یې هم خپل هدف ته رسېدلې نه ده. د ۱۰۰ سلنې نتیجې ترلاسه کولو لپاره زموږ د دافع هوا د ځواکونو څخه مننه.»

د اوکراین د دفاع وزرات ویلي دي چې داسې ښکاري «د روسیې هدف په حیاتي تاسیساتو او پوځي سیمو باندې برید کول» وو. روسیې په دوامداره توګه په اوکراین باندې هوايي بریدونه کوي، چې په کې د اوکراین په مهمو تاسیساتو باندې د بې پیلوټه الوتکو غورځول هم شامل دي.

په کریمیه کې، د روسیې له لوري ګمارل شوي والي سرګي اکسیونوف ویلي دي چې د دافع هوا ځواکونو تېره شپه شپږ ډرونونه وېشتلي چې په خبره یې څوک په کې وژل شوي او ژوبل شوي نه دي.

د اوکراین د ملاتړو غونډه

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن دا څرګندونې د لسګونو هغو هېوادونو ترمنځ له مجازي غونډې وروسته وکړې چې له اوکراین سره پوځي مرستې کوي.

د اوکراین څخه د دفاع تماس ډلې،‌ چې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو د پوځي مشرانو څخه جوړه ده، د روسیې سره په جګړې کې د اوکراین په ضرورتونو باندې خبرې وکړې. د اف-۱۶ جنګي الوتکو څخه د کار اخیستلو لپاره د اوکرایني پیلوټانو د روزلو په طرحې هم په دې غونډې کې خبرې وشوې.

لوید استن،‌ چې د دغې مجازې غونډې کوربه و، وویل: « دا الوتکې لګښتونه لري او ټول هېوادونه یا دغو الوتکو ته لاسرسی نلري او یا نشي کولای چې د دغو الوتکو د ساتنې، حفاظت او د کارولو لپاره یې د روزنې په چارو کې برخه واخلي، خو [دا هېوادونه] مالي مرستې کولای شي

د اوکراین ولسمشر له ډېر وخت څخه دا الوتکې غواړي، خو د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیزجنرال مارک میلي وویل، چې دا الوتکې جادويي وسیلې نه دي چې جګړه یو طرف ته کړي.

هغه وویل: «د اف-۱۶ د لسو الوتکو قیمت یو میلیارد ډالر دی. په دې باندې د حفاظت لګښتونه هم واچوئ، دا هم یو میلیارد ډالر کېږي. لس اف-۱۶ الوتکې نژدې دوه میلیارد ډالر لګښت لري. روسان د څلورم او پنځم نسل ۱۰۰۰ جنګي الوتکې لري

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین څخه د دفاع تماس ډلې هېوادونو له کیف سره د ۶۴ میلیارد ډالرو امنیتي مرستو ژمنې کړې دي.

روسیې ویلي دي چې اوکراین ته به د اف-۱۶ الوتکو ورکول په جګړې کې د ناټو د دخالت او د اتومي خطر په اړه پوښتنې پیدا کوي.

روسي مقاماتو همدغه راز ادعا کړې ده چې د متحدو ایالتونو له لوري ورکړل شوې وسلې د روسیې په قلمرو کې دننه کارول شوي دي. د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې په دې اړه پلټنې کوي.