شاته

ترکیه د لومړي ځل لپاره یو فضانورد نړیوال فضایي مرکز ته استوي

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان شنبه اپریل ۲۹ (غوایي۹) اعلان وکړ چې ددې هیواد لومړنی فضانورد به د روان میلادي کال په پای کې نړیوال فضایي مرکز ته ولاړ شي او هلته به ۱۴ ورځې تیرې کړي.

ښاغلي اردوغان چې د څو ورځو ناجوړتیا څخه وروسته یې د لومړي ځل لپاره د استانبول په ښار کې د هوایي چلند په یو نندارتون کې خبرې کولې وویل چې د هوایي ځواکونو پیلوټ الپر ګزراوچي چې ۴۳ کاله عمر لري لومړنی ترکی تبع وي چې نړیوال فضایي مرکز ته استول کیږي.

د ترکیې جمهور رئیس پدې هکله وویل، " زمونږ فضا نورد به پدې ماموریت کې ۱۳ بیلابیلې تجربې وکړي چې د هیواد معتبرو پوهنتونونو او د څیړنو مرکزونو چمتو کړیدي".

اردوغان د هوایي ځواکونو دا پیلوټ "اتل" وباله او زیاته یې کړه چې د ترکیې د هوایي ځواکونو په قوماندانۍ کې یې د پام وړ بری تر لاسه کړی.

په عین جال کې د ترکیې د فضایي ادارې په ویب سایټ کې ویل شوي چې ګزراوچي ۲۱ کاله په هوایي ځواکونو کې خدمت کړی او ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو په الوزولو کې سابقه لري.

په ویب سایټ کې همدرانګه ویل شوي چې دې ترکي پیلوټ د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو د ټکنالوژۍ په انسټیټیوټ کې زده کړې کړیدي.

دا د تیرې سه شنبې ورځې راپدیخوا چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یوې تلویزیونې مرکې پر مهال تر ناروغ کیدو وروسته عام محضر کې نه و راڅرګند شوی لومړی ځل و چې پدې نندارتون کې یې خبرې کولې.

ښاغلي اردوغان داسې مهال دا اعلان وکړ چې ټاکل شوې په ترکیه کې د را راونې مې میاشتې په ۱۴مې پارلماني او د جمهوري ریاست انتخابات وشي.

مبصرین چې د ترکیې د انتخاباتو په هکله معلومات لري وایي ښایي دا انتخابات د ښاغلي اردوغان لپاره چې د تیرو شلو کالونو راپدیخوا په ترکیه کې واک لري، تر ټولو سخته سیالي وي.

په ترکیه کې له یوې خوا خلک د خراب اقتصادي وضعیت له کبله اندیښمن دي او له بلې خوا د سږ کال زلزلې له وجې هم چې څه باندې ۵۰ زره کسان پکې ووژل شول، په حکومت سخت انتقادونه شوي.

کارپوهان وایي چې د رغونو په چارو کې بې باکي او د ودانیو جوړولو د چارو په سمه توګه نه څارنه د ډیرې مرګ ژوبلې سبب شوه.

خو بل پلو بیا جمهور رئیس اردوغان د بیا انتخاب کیدو لپاره په هیواد کې د غټو او مهمو پروژو اعلان کړ.

هغه ویلي چې د لومړي ځل لپاره به په ترکیه کې د اتومي برښنا بټۍ جوړه کړي او د تورې بحیرې څخه به د ګازو لیږد هم پیل کاندي.

د خلکو د جمهوریت ګوند مشر قیلیچداراوغلو د شپږو مذهبي او سیکولر ګوندونو یو انتخاباتي ایتلاف جوړ کړی او ډیرو نظرپوښتنو نوموړی د ولسمشرۍ مخکښ کاندید ګڼلی دی.

نظرپوښتنو دمخه ښودلې وه چې قیلیچداراوغلو به د ټاکنو په لومړي پړاو کې بریالی شي، خو تازه نظرپوښتنو ښودلې چې د ولسمشرۍ ټاکنې ښايي دویم پړاو ته وغځیږي.