شاته

افغانه پیلوټه چې اوس یې په اروپا کې پیلوټي پیل کړې

افغانه پیلوټه محدثه میرزايي چې اوس په اروپا کې د بوینګ ۷۳۷ الوتکې پیلوټه ده، هیله لري چې خپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته خدمت وکړي.محدثه یوازینۍ پیلوټه ده چې په افغانستان کې د پیلوټې په توګه کار کړی خو د طلبانو راتګ څخه وروسته استانبول ته پلان شوې الوتنه نیمګړې پاتې شوه او پوره یو کال وروسته یې وکولای شول په اروپا کې یو هوايي شرکت سره کار پیل کړي.

محدثه میرزايي لومړنۍ افغانه پیلوټه ده چې په یویشت کلنۍ کې یې وکولای شول له نارینه همکارانو پرته له نورو ښځینه همکارانو سره الوتنه وکړي. څلرویشت کلنې محدثې د افغانستان د ګڼو ښارونو په شمول یو شمېر هیوادونو ته الوتنې کړي.

میرزایي امریکا غږ ته وویل چې له ماشومتوبه یې د الوتکې سره لیوالتیا درلوده او غوښتل چې داسې څه وکړي چې نورو نه وي کړي.

خو د محدثې اوږدمهالې هیلې هغه وخت مړاوې شوې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نیټه طالبان کابل ته ننوتل. په هغه ورځ په پام کې وه چې استانبول ته لاړه شي.

هغې زیاته کړه، "کله چې مي ولېدل طالبان ترمینل ته ننوتلي دي هرڅوک ویریدلی وو. نارې یې وهلې، فکر کوم دا ډېرې خرابې شیبې وې چې له کابل نه مې په یاد دي.

له سقوط څخه وروسته محدثه او همکاران یې اړ شول چې د اوکراین پلازمینې، کیف ته لاړ شي او له هغه ځانونه بلغاریا ته ورسوي.

محدثې له ماشومتوبه هېله درلوده چې پیلوټه شي،خو په افغانستان کې ورته د زده کړو زمینه برابره نه وه.

دې افغانې پیلوټې وویل، "ځینو ځایونو ته لاړم چې معلومات راکړي، خو په خواشینۍ سره راته یې وویل چې ته ډېره کوچنۍ یې، ته میرمن یې پیلوټه کېدی نشې، جټ الوتکه پورته کولای نشې، لا دومره لویه نه یې پورته یې کړې."

خو محدثې خپل هدف وڅارو او په دوه زره او شپاړسم کال کې کاناډا ته لاړه او د ټورنټو بیلي بیشوپ هوايي ډګر کې د هوايي چلند اکاډمۍ کې خپلې زده کړې ترسره کړې او په دوه زره او اتلسم کال کې افغانستان ته ستنه شوه.

هغه وایي، "خپلو شرکتونو ته مې اسناد وښودل ورته مې وویل چې زه مخکې هم راغلې وم، تاسو راته وویل چې ته پیلوټه کېدی نشې، وګورۍ ما الوتنې کړې دي، الوتکه جوړه ده استاد مې ژوندی دی، زه ژوندۍ یم هرڅه سم دي. دا داسې وه چې ما یوازې غوښتل ووایم چې پیلوټه کیږم او هڅه نه کوم،‌هڅه مې وکړه او دا مې وښوده چې ریښتیا غواړم پیلوټه شم."

محدثې امریکا غږ ته وویل چې په مهاجرت کې قوي هوډ درلود او پوره یو کال وروسته په دې بریالۍ شوه چې په بلغاریا کې یوه هوايي شرکت سره بیرته کار پیل کړي.محدثه میرزايي وايي که په افغانستان کې ورته د کار زمینه برابره شي، هېله لري چې بیرته هیواد ته لاړه شي او کار وکړي.