شاته

ناروې د مهاجرینو شورا: د نړیوالو بندیزونو په اړه ناسم تصور د میلیونونو افغانانو کړاو زیات کړی

د ناروې د مهاجرینو شورا (ان آر سي) وايي‌ چې په افغانستان باندې د نړیوالو بندیزونو د کچې په اړه ناسم درک د دغه هېواد تجارتي سکتور ته لوی خنډونه جوړ کړي او د میلیونونه افغانانو کړاو یې زیات کړی دی.

د دغې شورا په سپارښتنې په یو راپور کې، چې تازه خپور شوی، راغلي دي چې په افغانستان باندې د نړیوالو بندیزونو په اړه د ناسم درک له کبله د خوراکي موادو او نورو ضروري توکو صادراتو او وارداتو او په عمومي ډول د افغانستان تجارت ته لوی خنډونه ایجاد شوي دي.

په دغه راپور کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې ده چې د دغو بندیزونو په اړه باید عامه پوهای زیات کړي او له حده زیات مالي بندیزونه کم کړي.

ان آر سي وايي چې دا راپور یې په افغانستان کې له یو شمېر سوداګرو او په سودګرۍ او تجارت کې له دخېلو غاړو سره د مرکو په اساس لیکلی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، نړیوالې ټولنې له دغه هېواد سره مالي راکړه ورکړه بنده کړه او امریکا هم د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل کړې.

امریکايي مقامات اندېښنه لري چې که دا شتمنۍ پرېښودل شي، ممکن په افغانستان کې د طالبانو او یا نورو ترهګرو ډلو لاس ته ورشي.

طالبانو، پاکستان، چین او روسیې د دغو شتمنیو پرېښودل غوښتي.

د ان آر سي په راپور کې ټېنګار شوی دی چې باید د افغانستان د ځپل شوي اقتصاد او د بېساري بشري بحران د حل لپاره قوي ګامونه واخیستل شي.

د افغانستان لپاره د ناروې د مهاجرینو شورا مشر نیل ترنېر ویلي دي چې یوازې بشري مرستې د هغو میلیونو افغانانو ضرورتونه نشي پوره کولای، چې دندې یې له لاسه ورکړې، په قرضونو کې ډوب دي او خپل توکي یې هم خرڅ کړي، چې وپايي.

هغه ویلي دي: «موږ باید دا ویجاړونکی اقتصادي ناورین په شا وتمبوو. د بشري سازمانونو د کارونو د تکمیل لپاره ثابت اقتصاد، د خصوصي سکتور وده او د پراختیايي پروګرامونو بیا معرفي [پیلول] مهم دي.»

په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، نړیوالې ټولنې له دغه هېواد سره هغه مرستې بندې کړې،‌ چې د مخکني حکومت په مهال یې کولې.

په دغه راپور کې ویل شوي چې نړیوالو «لوبغاړو» د طالبانو د محدودیت ټاکونکي حکومت په غبرګون کې د افغانستان په اړه د اقتصادي او سیاسي انزوا تګلارې مخې ته وړي چې د راپور په اساس، دغه کار اقتصادي کړکیچ او په بشري مرستو یېد افغانانو تکیه نوره هم زیاته کړه.

ملګري ملتونه وايي چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیون نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري. نړیواله ټولنه وايي چې د افغانو تر څنګ ولاړه ده او د طالبانو له بیا راتګ وروسته یې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې ده.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي،‌ چې همه شمول حکومت جوړ کړي، د ښځو او بشري حقونو ته درناوی وکړي، د نجونو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او تعلیمي مشارکت بندیزونه ختم کړي او د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي. طالبانو واک ته له رسېدو ورسته، خپل حکومت اعلان کړ چې ټول په کې د دوی د «امارت افراد دي» او یوه ښځه یې هم په کابینه کې نشته.

طالبان وايي چې د «شریعت او افغان فرهنګ» په اساس د ښځو او بشري حقونو ته درناوی کوي او حکومت یې هم همه شمول دی.

لا کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له همدې کبله له افغانستان سره د نړۍ اقتصادي او نورې راکړې ورکړې محدودې او له خنډونو او ممانعتونو سره مخامخ دي.

د ان آر سي په راپور کې یو سوداګر ویلي دي چې د پېسو په هر ډول انتقال کې چې د افغانستان نوم راشي، اجازه نه ورکول کېږي.

د کرنې د یو شرکت اجرايي مشر، چې په راپور کې یې نوم اخیستل شوی نه دی، ویلي‌ دي: «موږ باید بهرني شرکتونه او بانکونه پوه کړو چې په خپله افغانستان تر بندیز لاندې نه دی. په دې اړه ډېر کم درک موجود دی- په ځانګړي ډول زموږ د صادراتو او وارداتو په مارکیټ کې د مهمو لوبغاړو په منځ کې.»

ان آر سي له ټولو حکومتونو، مالي ادارو، ملګرو ملتونو له ادارو او نورو اړوندو سیمه ایزو برخو څخه غوښتي دي چې د افغانانو د ګټې لپاره دې عاجل اقدامات وکړي چې د افغانستان اقتصاد ثابت شي او ملا یې وتړل شي.