شاته

یوناما: طالبانو خبر راکړ چې افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې طالب مقاماتو خبر ورکړی دی چې هېڅ یوې ښځې ته اجازه نشته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او دا پرېکړه به عملي کېږي.

یوناما نن چهارشنبه اپریل پنځمه (وري۱۶) په یوې اعلامیې کې د طالب واکمنانو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده او په غبرګون کې یې خپلو ټولو افغان کارکوونکو [ښځې او نارینه] ته ویلي دي چې تر امر ثانې پورې دې کارونو ته نه ځي.

د یوناما په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د نړیوال قانون په اساس دا بندیز غیر قانوني دی او ملګرو ملتونو ته د منلو نه دی.»

یوناما ټیک یوه ورځ له هغې وروسته داعلامیه خپره کړه چې طالب واکمنانو یې په ننګرهار کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنکړه. یوناما وايي د طالبانو دا پرېکړه په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې د ښځو په کار باندې د بندیز د پرېکړې تمدید دی.

اعلامیه زیاتوي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي روزا اوتنبایوا د طالبانو له لوړ پوړیو واکمانو سره اخته ده چې د دغه سازمان اعتراض ورته رسوي او ترې وغواړي چې دا پرېکړه دې ژر تر ژره بېرته واخلي.»

وايي ملګري ملتونه همدغه راز په دې اړه له خپلو غړو دولتونو، بسپنه ورکوونکو سازمانونو او بشري شریکانو سره په خبرو اخته دی.

طالبانو د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه. همدغه راز یې د افغان نجونو په مخ یې د پوهنتون دروازې هم وتړلې، د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي هم تړلي او د ښځو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت باندې یې هم کلک بندیزونه لګولي دي.

طالب واکمنان وايي چې «د شریعت او افغان فرهنګ» په اساس، د ښځو حقونو ته درناوی لري. خو روزا اتنبایوا وايي: « د دغه سازمان [ملګري ملتونه] په تاریخ کې، هېڅ بل رژیم یې ښځینه کارکوونکې له دې کبله له کار څخه منع کړې نه دي چې ښځې دي. دا پرېکړه د ښځو، د ملګرو ملتونو د اساساتو او نړیوال قانون بې احترامي ده.»

یوناما طالب واکمانو ته ور په زړه کړي دي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د غړي هېواد په توګه د دغه سازمان منشور ته ژمن دی او « افغانستان چې کله په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړی شو، په خپله خوښه یې دا وجایب ومنل».

د افغانستان د استازي غبرګون

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت شارژدافیر نصیر فایق امریکا غږ افغانستان څانګې سره په خبرو کې د طالبانو دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې «طالبان د افغانستان له اړمنو خلکو سره بشري مرستې او همکاري، چې افغانانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو همکارانو ته یې حیاتي دي، سیاسي» کوي.

نوموړي وویل چې د طالبانو دا پرېکړه د هغو ژمنو خلاف ده چې دغې له نړیوالې ټولنې سره کړې وه.

نصیر فایق زیاته کړه چې دا پرېکړه د امنیت د شورا د منشور خلاف هم ده او همدغه راز له طالبانو څخه د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د مصونیت او ازاد تګ راتګ په اړه د امنیت د شورا د توقعاتو خلاف اقدام هم دی.

طالب واکمانو تر دې دمه د ملګرو ملتونو د دغې اعلامیې او غندنې په اړه څه نه دي ویلي.

ملګري ملتونه وايي د طالبان دا پرېکړې به له نړیوالې ټولنې سره د دغې ډلې سره د نړیوالې ټولنې تعامل نور هم کمزوری کړی او همدغه راز په افغانانو باندې به د دغې پرېکړې اغیزې ډېرې بدې وي.

د ملګرو ملتوونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش دا پرېکړه غندلې او ویلي دي: «که دا پرېکړه لغوه نشي، اړمنو ته به د حیاتي مرستو د رسولو لپاره ارو مرو زموږ ظرفیتونه کمرزوي ‌کوي.»