شاته

ملګرو ملتونو په ننګرهار کې د طالبانو له لوري د خپلو ښځینه کارکوونکو مخنیوی وغنده

ملګرو ملتونو په دغه سازمان کې د ښځينه کار کوونکو پر کار د طالبانو بنديز ته په غبرګون کې ويلي چې دغه پرېکړه په افغانستان کې اړمنو کورنيو ته د مرستې رسولو بهير کمزورى او اغېزمن کوي.

د راپورونو په اساس ملګري ملتونه اوس مهال په افغانستان کې د ۴۰۰ښځو په ګډون ٣٣٠٠ کار کوونکي لري چې زياته برخه يې د بشري مرستو رسولو په برخه کې فعاليت کوي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو سازمان وياند استىيفن دوجاريک خبريالانو ته ويلي چې دا پرېکړه په ننګرهار ولايت کې د طالبانو لخوا ددغه سازمان د ښځينه کار کوونکو پر کار بنديز ته په غبرګون کې شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) پرون سې شنبه وويل چې طالبانو په ننګرهار ولايت کې ددغه سازمان ښځينه کار کوونکي دفتر ته له تګ څخه منعه کړي دي.
يوناما زياته کړې: "موږ واکمنو چارواکو ته ور یادوو چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه کارکونکو پرته فعاليت او د ژوند ژغورنې مرستې نشي ترسره کولی."

رويټرز خبري آژانس د دوچاريک له قوله راپور ورکړى چې ملګري ملتونه د طالبانو ددغه تازه اقدام د اغېزو د څېړلو په حال کې دي او ټاکل شوې د ملګرو ملتونو استازي د چهارشنبې په ورځ اپرېل پنځمه (وري ١٦) د طالبانو دبهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

دوو باخبره سرچينو دغه آژانس ته ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه د دې لامل شوې چې ملګرو ملتونو له خپلو ټولو نارينه او ښځينه کار کوونکو څخه غوښتي چې تر ۴۸ خپلو کارونو ته حاضر نشي.

د طالبانو لخوا د ښځو پر کار بنديز پراخ غبرګونونه پارولي او د ملګرو ملتونو منشي انتونيو ګوتيريش هم په ننګرهار ولايت کې طالبانوړلخوا د ښځينه کار کوونکو پر بنديز د طالبانو پرېکړه غندلې ده.

ښاغلي ګوتيريش پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې که چيري دغه پرېکړه بېرته وانه خيستل شي، په افغانستان کې به اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو بهير کمزورى شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري راپور ورکوونکي ريچارد بنيت هم د طالبانو دغه پرېکړه له بشري حقونو څخه سرغړونه او هغه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل بللی.

نوموړي ويلي چې ياد کار به د مرستو رسولو بهير کمزورى کړي. هغه له طالبانو څه غوښتي چې خپل پرېکړه بيرته واخلي.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو مخکنی ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د طالبانو ياده پرېکړه اشتباه بللې ده. هغه ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمېدو سبب شي.

طالبانو تر دا مهاله پدې اړه څه نه ويلي خو پر افغانستان تر بيا حاکميت وروسته يې پر ښځو په بېلابيلو برخو کې محدوديتونه لګولي دى.