شاته

امریکا په یمن کې د سیاسي حل لاري څخه د ایران د ملاتړ غوښتنه وکړه

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) له ایران څخه وغوښتل چې په یمن کې د جګړې د پای ته رسیدو په هدف د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

واشنګټن په داسې حال کې له تهران څخه دا غوښتنه کړې چې په یمن کې یو کلن لنډمهاله اوربند ددې لامل شوی چې تاوتریخوالي د پام وړ کم شي.

په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د ایران د شاهي نظام له ړنګیدو وروسته متحده ایالات او تهران دیپلوماتیکې اړیکي نلري.

ایران د یمن په جګړه کې له حوثي اورپکو څخه چې د یاد هیواد پر ډیره برخه کنټرول لري، ملاتړ کوي او سعودي عربستان د یمن له خلع شوي حکومت څخه ملاتړ کوي کوم چې د نړیوالې ټولنې له خوا هم په رسمیت پيژندل کیږي.

ایران او سعودي عربستان د مارچ په ۱۰ نیټه د چین په منځګړیتوب هوکړه وکړه څو له کلونو تاوتریخوالو وروسته، خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له سره پیل کړي او په دواړه هیوادونو کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د یمن لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي ټیموټي لیندرکینګ د سه شنبې په ورځ وویل که ایرانیان واقعا په یمن کې د منازعې د پای ته رسیدو غوښتونکي دي، باید حوثیانو ته د وسلو د قاچاق څخه ډډه وکړي ځکه حوثي اورپکو ته د وسلو قاچاق د ملګرو ملتونو له پریکړه لیک څخه سرغړونه ده.

لیندرکینګ همدارنګه په واشنګټن ډي سي کې د منځني ختیځ په انستیتوت کې وویل:" موږ همدارنګه له ایرانیانو غواړو چې د یمن له سیاسي بهیر څخه خپل ملاتړ ښکاره کړي."

د یمن ښکیلو اړخونو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په شپږ میاشتني اوربند چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې په دویمه نیټه پای ته ورسید، هوکړه وکړه، خو دواړه لوري ددې اوربند په تمدید کې ناکام شول، اما له دې سره سره، حتي د اوربند له پای ته رسیدو وروسته هم د دواړو لورو تر منځ تاوتریخوالي د پام وړ راکم شوي دي.

د یمن لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي د اوربند د غځیدو په اړه وویل:"موږ له ټولو اړخونو غواړو دا درک کړي چې هوکړه د ټولو اړخونو جوړجاړی غواړي."

د یمن کورنۍ جګړه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وروسته له هغه پیل شوه چې حوثي اورپکو د یاد هیواد مرکز صنعا ښار ونیو او په رسمیت پيژندل شوی حکومت یې اړ کړ چې تبعید شي.

له هغه وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې پر حوثي اورپکو هوایي عملیات پیل کړل او یاد هیواد له هغه وخته راپدیخوا له جګړو او ګډوډیو سره مخ شوی دی.

سربیره پر دې ملګرو ملتونو ویلي دي چې د یمن جګړه په نړۍ کې د ناوړه بشري ناورین د رامنځ ته کیدو لامل شویده، په میلیونونه کسان په یاد هیواد کې د خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي او په فقر او لوږه کې ژوند کوي.

د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان څخه چې د حوثي اورپکو ‌په وړاندې د ائتلاف مشري کوي په جدیت سره ملاتړ وکړ، خو اوسني ولسمشر جوبایډن ژمنه وکړه چې د هغه لومړیتوب په یمن کې د جګړې پای ته رسول دي.

له هغه وخت راهیسې، په سل ګونه زره کسان یا په مستقیم ډول په جګړو کې وژل شوي او یا هم په غیر مستقیم ډول د ناپاکو اوبو د څښلو، د ناروغیو د خپریدو او نورو علتونو له امله وژل شوي‌ دي. د یمن په جګړه کې څه باندې ۱۱ زره ماشومان هم وژل شوي دي.