شاته

د افغانستان سره د بشري مرستو کمښت اندېښنې راپورته کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو برابرولو دپاره یې د اړتیا وړ پیسو یوازې پنځه فیصده ترلاسه کړې دي.

اوچا تردې مخکې په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې دا کال د ۲۳.۷ میلیون اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۴.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي چې په روان میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیونه افغانان، چې د افغانستان د نفوس د دریو څخه دوه برخې جوړوي، د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړی که ژر بودیجه ترلاسه نکړي، په افغانستان کې به نهه میلیونه خلکو ته د خوړو رسول بند شي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند، وحید اماني وايي، ۱۳ میلیونه کسانو ته د خوراکي توکو رسولو لپاره، دمګړی ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. هغه زیاتوي: "لکه څنګه چې مو پلان جوړ کړی راتلونکو شپږو میاشتو لپاره هغو کسانو ته چې خوراکي توکي باید ورته ورسول شي، ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو."

اماني اندېښنه څرګندوي چې که نوې مرستې ورته ونه رسیږي، کیدای شي‌ د هغو کسانو شمېر چې خوراکي توکو او بشري مرستو ته اړتیا لري، زیات شي.

د افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لوري‌ د بشري مرستو لپاره د پیسو نه ترلاسه کولو اندیښنې زیاتې کړې دي.

د چارو شنونکی خان زمان امرخېل وايي، افغانان به له ډېر لوی مشکل سره مخ شي. هغه زیاتوي: "زما په نظر نړیوال چې څومره توجه اوکراین ته کوي، چې هلته جګړه روانه ده، په عینې اندازه او حتی زه وایم چې له هغې هم زیاته توجه افغانستان ته وکړي چې له لوی ناورین سره مخ دی."

د خوست ولایت اوسېدونکی نظرت الله اسد وايي، په افغانستان کې په عمومي ډول بې کاري زیاته ده چې پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کړی دی.

هغه وايي: “زه په خپله له پوهنتون نه فارغ یم خو داسې دنده نه لرم چې زما د فامیل زما د کورنۍ هغه میاشتني مصارف پوره کړي، نو د افغانستان خلک ډېر له اقتصادي ستونزو او کړاو سره مخامخ دي.”

د نړیوالو ادارو ترڅنګ په افغانستان کې یو شمېر کسان په شخصي توګه هم د خلکو سره مرستې کوي، خو چارواکي وايي د خلکو د اړتیاوو کچه خورا لوړه ده او دا مرستې بسنه نه کوي.

اوچا ویلي چې اوس مهال، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي چې له دې جملې څخه شپږ میلیونه یې په قحطۍ کې ژوند کوي.