شاته

امریکا د کاناډا په سرحد کې نیول شوي کډوال تکزاس ته انتقال کړي 

امریکايي مقامات وايي چې د متحدو ایالتونو او کاناډا په سرحد کې نیول شوي پناه غوښتونکي یې د تکزاس ایالت ته انتقال کړي. دا د دواړو هېوادونو په سرحد کې د مخ په زیاتېدونکو پناه غوښتونکو د ناقانونه اوښتو د مخنیوي یوه هڅه ده.

د مقاماتو، الوتنو د معلوماتو او رویټرز اژانس د شواهدو په اساس، د متحدو ایالتونو سرحدي ساتونکو تېره میاشت نژدې ۱۰۰ پناه غوښتونکي د کاناډا سرحد ته نژدې د نیویارک له پلاتسبرګ څخه د تکزاس ایالت د هارلینګن او الپاسو ښارونو ته انتقال کړي دي.

دوی یې په دوو کرایه شویو الوتکو کې انتقال کړي. له دغو سیمو څخه د پناه غوښتونکو انتقال د خپل ډول یوه نادره پېښه بلل کېږي.

د سرحدي پولیسو یو مقام رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د تکزاس ایالت ته یې د مارچ د میاشتې په ۱۳ نېټه ۴۸ پناه غوښتونکي انتقال کړي چې ۴۷ د مکسیکو او یو یې د کولمبیا دي.

ده ویلي دي چې دوی ټول به بېرته ستانه کړل شي، ځکه چې د ده په خبره په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي دي.

دغه مقام د بلې الوتکې په اړه څه ونه ویل خو رویټرز وايي عیني شاهدانو یې ویلي دي چې په دویمې الوتکې کې هم ۵۰ کسان سپاره وو او تکزاس ته انتقال کړل شوي دي چې په کې ښځې او ماشومان هم وو.

سرچېنې وايي له متحدو ایالتونو څخه کاناډا ته د اوښتونکو پناه غوښتونکو په شمېر کې هم پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د کاناډا صدراعظم جستن تروډو ویلي دي‌ چې د مهاجرو په مسئلې باندې به له ولسمشر جوبایډن سره د پنجشنبې او جمعې د ورځې په غونډو کې خبرې وکړې.

امریکا ته له کاناډا څخه د اوښتونکو پناه غوښتونکو د مخنیوي هلې ځلې هم کوي.‌ د متحدو ایالتونو سرحدي مقامات وايي‌ چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې نژدې ۲۹۰۰ کسان نیولي دي چې په ناقانونه توګه له کاناډا څخه متحدو ایالتونو ته اوښتي دي. په نیول شویو کې یې نژدې نیمایي د مکسیکو دي چې کاناډا ته د تګ لپاره ویزو ته ضرورت نلري.

د امریکا د سرحدي پولیسو یو پخوانی مقام ګیل کېرلیکوسکي ویلي دي چې د ده نه یادېږي چې د پناه غوښتونکو د انتقال لپاره دې الوتکه ځانګړې کرایه شوې وي، وايي د کاناډا سره د امریکا د سرحد دا برخه له دې پلوه ډېره د پام وړ نه وه.