شاته

د طالبانو حاکمیت کې په افغانستان کې بیا د 'نوروز' جشن ونه نمانځل شو

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سږ ۱۴۰۲ نوي کال «نوروز» نمانځلو په مناسبت کوم رسمي مراسم نه دي نیولي، خو بېلابېلو شخصیتونو او بنسټونو پر خواله رسنیو له افغانانو سره د «نوروز» مبارکي پیغامونه شریک کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي پخپلو پیغامونو کې افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلې ده.

یوناما په دې اړه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "نوی کال مو مبارکه شه! په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د پسرلي او نوي کال د دې لومړۍ ورځ د نمانځلو په ترڅ کې میلیونونو افغانانو ته د خوښۍ څخه د ډکې ورځې او یو سوله ییز کال هیله کوي."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

په افغانستان کې د نظام تر بدلون مخکې حکومتونو لخوا د «نوروز» مراسم به په مزارشریف کې حضرت علي (رض) ته منوسب زیارت کې د جنډې په پورته کېدو سره په رسمي توګه نمانځل کېده. همدارنګه په یاده ورځ به ټول افغانستان کې رخصتي اعلان شوې وه.

خو د طالبانو حکومت د نوي لمریز کال نمانځلو په مناسبت کوم رسمي مراسم او رخصتي نه ده اعلان کړې او نه یې په ښکاره له یادې ورځې سره مخالفت اعلان کړی دی.

د کابل د سخي زیارت چې د نوي کال په لومړۍ ورځ به په کې هر کال د سخي د زیارت جنډه پورته کیده نن د سې شنبې د ورځې په سهار په کې د خلکو ګڼه ګوڼه د نشت په حساب وه.

طالبانو حکومت د نوي ۱۴۰۲ لمریز کال رخصتي هم لغوه کړې ده. د دې وړاندې د طالبانو سمیه ییزو چارواکو په ځینو ولایتونو ولایتونو کې له خلکو غوښتي و چې نوروز دې ونه نمانځي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس یسټ هم د نوي ۱۴۰۲ لمریز کال په راتګ سره افغانانو ته نوي کال مبارکي ویلې ده: "نوی کال مو مبارک شه! په ټوله نړۍ کې د میلیونونو افغانانو لپاره د یوه سوکاله او اباد کال په هیله. هغوی په تیر کال کې له لویو ستونزو سره مخ و او موږ د هغوی ترڅنګ ولاړ یو."

ښاغلي ویسټ په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه تمه ښودلې چې افغانان یو ارام کال په مخکې ولري.

په افغانستان کې نوی کال (نوروز) پر داسې مهال رارسیږي چې لا هم په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښونځي بند دي. د افغانسان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تمه ښودلې چې په دغه نوي کال کې ټولنې نجونې بیرته ښوونځیو او پوهنتونونو ولاړې شي.

نوموړي زیاته کړې: "څنګه چې نوروز د لمانځنې، خوشالۍ او پسرلي پیلدو وخت دی،زموږ لویه هیله داده چې د افغانسان نجونې او ښځې ښوونځي او کار ته ولاړې شي.د هغوی ګډون به د هیواد راتلوونکي روښانه کړي."

په داسې حال کې په افغانستان کې د نوروز مراسمو په اړه کوم رسمي مراسم نه دي نیول شوي، خو ځینو کسانو پر خواله رسنیو د نوي کال لمانځلو مراسمو انځورونه خپاره کړي دي.

بلخوا ګڼ شمېر کسان چې پدې وروستیو کې له افغانستان څخه وتلي په بهرنیو هیوادونو کې د نوي کال لمانځلو مراسم نیولي دي