شاته

امریکا: طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د بشري حقونو بیلا بیلې سرغړاونې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه مارچ ۲۰ (کب ۲۹) د بشري حقونو په کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د میرمنو سره د طالبانو "ځپونکی او توپیري چلند بې رحمانه" و.

پدې راپور کې د طالبانو لخوا د میرمنو په تعلیم د محدودیتونو په هکله ویل شوي چې " افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې او ځوانې میرمنې پکې د تعلیم کولو څخه منع شوي".

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې طالبانو په ګڼ شمیر فرمانونو کې ښځې په غیر دولتي، ملي او نړیوالو مؤسسو کې د کار کولو څخه بې برخې کړي او له همدې کبله په افغانستان کې ملیونونه کسان چې بشري مرستو ته اړتیا لري، د ګڼ شمیر ستونزو سره ځکه مخامخ شوي چې ځینو ادارو د طالبانو د دې کړنې په غبرګون کې په افغانستان کې خپل دفترونه وتړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور تر څنګ د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې هم په افغانستان کې د میرمنو په تعلیم بندیز "غیر قانوني او په نړۍ کې بې ساری" بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو دا کړنه د یو هیواد په بسته نسل او راتلونکې اغیز کوي.

دې کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې طالبانو د میرمنو لپاره د تعلیم د بندیز لګولو لپاره د مذهب او دود او دستور په ګډون هیڅ دلیل نلري.

د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي، " کله چې د یوې ټولنې نیمایي برخه د اقتصاد څخه وایستل شي، هیڅ یو هیواد نشي کولای چې سوله او ثبات ولري".

د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې ویل شوي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته تر رسیدو وروسته د مخکني حکومت (جمهوري نظام) نافذ کړل شوي قوانین لغوه کړل او پر ځای یې داسې فرمانونه صادر کړل چې نه یوازې د نړیوالو کنوانسینونو بلکې د جمهوریت دورې د قوانینو سره په ټکر کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو ددې فرمانونو د تطبیق کولو لپاره د تشدد څخه کار اخیستی او په ځینو مواردو کې ترې ناوړه ګټه هم اخیستل شوې. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په طالبانو غږ کړی چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د بشري حقونو په هکله کلنی راپور یې خپراوه وویل چې د طالبانو رهبري په "نه ستومانه کیدونکې توګه افغانې میرمنې ځپي او توپیرې چلند ورسره کوي".

ښاغلي بلنکین پخپلو خبرو کې وویل چې طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته د میرمنو په کار، تعلیم او ګرځیدو راګرځیدو باندې د محدودیت لګولو لپاره ۸۰ فرمانونه صادر کړي.

بلنکین پدې هکله خبریالانو ته وویل، " زه به یې ډیر ساده ووایم چې مونږ دا فرمانونه غندو".

د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی او د مشروعیت لپاره یې د نورو شرایطو تر څنګ بشري حقونه او په ځانګړې توګه د میرمنو سره د دې ډلې چلند ښودلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین هم پخپلو خبرو کې پدې موضوع ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، " د نورو هیوادونو سره د خبرو پر اساس ویلی شو، تر کوم حده پورې چې طالبان د نړۍ سره د اړیکو عادي کول غواړي، تر څو پورې چې هغوي د میرمنو او نجونو پر ضد دا ځپونکي فرمانونه پر مخ بیایي، دا نشي کیدی".

د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې ویل شوي چې طالبانو پخپلې واکمنۍ کې "غیر انساني" سرغړاونې کړي چې خپلسري وژنې، هدفي وژنې، جبرې تري تم کیدنه، شکنجه کول، ظلم او غیر انساني رویه کول پکې شامل دي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په زندانونو کې سخت او داسې شرایط دي چې د یو انسان ژوند ته پکې خطر پیښیږي. په خپلسري توګه توقیفونه او بندې کوونه او د یو تن د جرم له کبله د کورنۍ غړي ته سزا ورکول هغه څه دي چې طالبانو پخپلې واکمنۍ کې کړیدي.

د وزارت په راپور کې ویل شوي چې طالبانو پخپلې واکمنۍ کې د بیان په آزادۍ او مطبوعاتو هم بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي چې د خبریالانو نیول کیدل، د مطبوعاتي ادارو د مامورینو سره ناوړه چلند او د انټرنیټ په ګډون په مطبوعاتو کې سانسور هغه څه دي چې ډلې نافذ کړیدي.

سره لدې چې طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته "عمومي عفوه" اعلان کړې خو د بهرنیو چارو په وزارت کې د راپورونو پر اساس ویل شوي چې دې ډلې هغه کسان په هدفي وژنو کې په نښه کړي چې مخالفین ګڼل کیدل او یا یې د غچ اخیستو په خاطر وژنې کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د هدفي وژنو او بې درکه کیدو په ګډون یې د غچ اخیستنې د کړنو په هکله د اعتبار وړ راپورونه تر لاسه کړیدي.