شاته

پولیس: وسله والو په پاکستان کې د یو سیاستوال په ګډون ۱۱ تنه وژلي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د حویلیان په ښارګوټي کې پولیس وایي وسله والو کسانو تیره شپه د یو سیمه ایز سیاستوال په موټر ډزې کړي.

په پیښه کې د عاطف منصف خان په ګډون چې د ولسوالۍ د شورا غړی وو ۱۱ تنه وژل شویدي.

په سیمه کې د پولیسو مشر عمر طفیل د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې برید کوونکي پنځه تنه وو او په موټر چې منصف خان او ۱۰ تنه نور په کې سپاره و، د دواړو خواوو څه ډزې وکړلې.

عاطف منصف، ساتونکي یې او پولیس چې د هغه موټر یې بدرګه کاوه، ټول ځای پر ځای وژل شوي.

پولیسو ویلي چې د ډزو څخه وروسته موټر اور واخیست او سپاره کسان پکې په ژوندانه وسوځیدل. د پولیسو په وینا د وژل شویو کسانو جسدونه د پیژندنې وړ ندي.

د عاطف منصف خان د کورنۍ غړیو د پیښې په هکله د پولیسو سره په شکایت کې د قتل ملامتي پخپلو سیالانو اچولې او ویلي یې دي چې د دواړو کورنیو کورنۍ شخړه درلوده چې نږدې پنځوس کاله وړاندې پیل شوې وه.

په شخړې کې د ښاغلي خان پلار او نیکه هم وژل شوي و. پولیسو همدرانګه ویلي چې پدې کورنۍ شخړو کې تر اوسه د دواړو خواو څخه لس ګونه کسان وژل شویدي.

سره لدې چې تر دې وړاندې د دا ډلو پیښو ملامتي په وسله والو ډلو اچول کیده خو پولیسو ویلي چې پدې پیښه کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ګډون کومې وسله والې ډلې لاس نه درلود.
عاطف منصف خان د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی و چې مشري یې مخکني صدراعظم عمران خان کوي.