شاته

په افغانستان کې تعلیمي کال پیل شو، خو 'ټولګي تش او درسونه نه' وو 

په افغانستان کې د طالبانو د پوهنې وزارت په رسمي ډول د نوي تعلیمي کال د پیل کېدو اعلان ونه کړ او له همدې کبله تعلیمي کال پيل شو خو ښوونځي تش او زده کوونکي نه وو.

یو شمېر ښوونکو فرانس پرس ته ویلي دي چې د طالبانو وزارت د نوي تعلیمي کال د پیل کېدو خبر ښوونځیو ته ورکړی و خو عمومي یې نه و اعلان کړی.

په کابل کې د هلکانو د یو ښوونځي ښوونکي محمد عثمان عطايي وايي: «د پوهنې وزارت زموږ مدیر ته یو مکتوب ورکړی و چې نن ښوونځي پرانیزو. عمومي اعلان نه و شوی او له همدې کبله هېڅ زده کوونکی نه و راغلی.»

فرانس پرس وايي چې خبریالان یې په کابل کې په یو شمېر ښوونځیو ګرځېدلي او لیدلي دي چې په ځینو ښوونځیو کې د ګوتو په شمېر ښوونکي او زده کوونکي وو خو درسونه نه وو.

د راپور په اساس د کندز، غزني، بدخشان او هرات په ګډون د افغانستان په نورو سیمو کې هم ښوونځي پرانیستل شوي وو خو زده کوونکي نه وو.

په افغانستان کې سږکال تعلیمي کال له نوروز سره همهاله راغی، تر طالبانو مخکې کلونو کې به په لویه کچه د نوروز جشن نمانځل کېده،‌ خو د طالبانو په حاکمیت کې دا دویم کال دی چې دا جشن نه نمانځل کېږي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو نجونې او ښځې له پوهنتون او عالي لېسو څخه منع کړې. په کابل کې د یولسم ټولګي یوه زده کوونکې صدف حیدري وویل: «طالبانو له موږ څخه هر څه اخیستي دي. زه ډېره غمژنه او په زړه ماته یم.»

د نجونو په زده کړو بندیز تېرکال د مارچ په میاشت کې پیل شو. افغانستان یوازینی هېواد دی چې د طالبانو په نظام کې په کې نجونې او ښځې د زده کړو، کار، سیاسي،‌ اقتصادي او اجتماعي مشارکت او د تګ راتګ حق او ازادي نلري.‌

طالبان ادعا کوي چې د «شریعت او افغان فرهنګ» په اساس نجونو او ښځو ته حقوق ورکوي، خو ملګري ملتونه او یو شمېر اسلامي هېوادونه د طالبانو دا بندیزونه د«اسلامي اصولو خلاف او نه توجیه کېدونکي» بولي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې بیا واکمن شول او له هاغه وروسته یې په ښځو باندې کلک بندیزونه ولګول، تر دې دمه کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.