شاته

د سیاسي‌ کړکیچ په اوج کې د پاکستان د پارلمان فوق العاده غونډه بلل شوې 

د پاکستان پارلمان د چهارشنبه په ورځ مارچ ۲۲ (وري ۲) یوه ځانګړې ګډه غونډه کړي تر چې د دولتي واک د پلي کولو لپاره "مهمې پریکړې" وکړي. د رسنیو د راپور له مخې دا غونډه پداسې حال کې کیږي چې حکومت د مخکني صدراعظم عمران خان لخوا د اوږدې مودې راهیسې د مخالفتونو سره مخ دی.

د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری عمران خان له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان صدراعظم و چې بیا د پارلمان د نه باور رایو په نتیجه کې له دندې ګوښه کړای شو. له هغه وخت راهیسې، هغه د نویو ټاکنو غوښتنه کوي او ددې کار لپاره یې په ټول هیواد کې لاریونونه پیل کړي دي.

د عمران خان پلویانو په وروستیو ورځو کې پداسې حال کې څو ځله له پولیسو سره نښتې کړي دي چې مقامات هڅه کوي هغه د مختلفو قضیو په تړاو محکمې ته حاضر کړي.

د پاکستان د پارلمان د رئیس دفتر د چهارشنبې د ورځې د ګډې غونډې د رابللو علت نه دی په ډاګه کړی، خو د پاکستان دولتي خبري آژانس (ای پي پي) ویلي چې واکمن ایتلاف له پارلمان څخه وغوښتل چې "مهم تصمیمونه ونیسي" چې دولتي واک نافذ شي.

اژانس د صدراعظم شهباز شریف او د هغه د کابینې په ګډون د یوې غونډې په اړه راپور ورکړی او د غونډې د ګډونوالو په حواله یې ویلي چې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف یو سیاسي ګوند نه دی، بلکې "د اورپکو یوه ډله" ده او د "د دولت پر ضد دښمني" ده چې د زغمولو وړ ندی.

شهباز شریف د نويو ټاکنو لپاره د عمران خان غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د دې کال په وروستیو کې به د ټاکل شوي مهال ویش سره سم ټاکنې ترسره شي.

د پاکستان پارلمان په پلازمینه اسلام آباد کې پداسې حال کې غونډه کړي چې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان په ختیځ ښار لاهور کې د خپل راتلونکي لاریون لپاره راټولیږي.

د عمران خان د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو پدې ۲۲۰ میلیونه نفوس او اټومي ځواک لرونکي هیواد چې د اقتصادي بحران سره مخ دی، سیاسي بې ثباتۍ نوی پړاو ته رسولې ده.