شاته

امریکا کې د نوروز مېله کې افغانانو د دغه کلتوري میراث پر ساتلو ټینګار وکړ

د امریکا په پایتخت واشنګټن کې د افغان امریکايي مېرمنو د ټولنې لخوا د نوي کال په مناسبت جوړې شوې غونډې ته زیاتره امریکا ته نوې راغلې افغانې کورنۍ بلل شوې وې.

ددې ټولنې د مشرتابه غړې نیلاب پژواک د افغانستان روان وضعیت ته په کتو د سږني نوروز د نمانځنې موخه افغانانو ته د خوښۍ د زمینې رامنځ ته کول وبلل.

هغې امریکا غږ ته وویل: "دا چې په وطن کې روان وضعیت خلک اندیښمن کړي په همدې خاطر مو هڅه وکړه چې واشنګټن ته نوې راغلې څو کورنۍ دعوت کړو تر څو نورو افغانانو سره يې په لیدو او د نوروزد جشن په ګډ نمانځلو څو شیبې خوشحاله تیرې شي."

امریکا ته نوې راغلې افغانې او د غونډې ګډونوالې لیمې انوري دا ډول غونډې مهمې وبللې، هغې وویل: "په جلا وطنۍ کې د افغان الاصله امریکايي میرمنو لخوا د دا ډول غونډو جوړول او د فرهنګ ساتل هیله بخښونکې اقدام دی."

د راحلې اعظم په نوم بلې ګډونوالې وویل، افغانان چې هرځای وي، باید خپل کلتور له یاده ونه باسي او د نوي کال نمانځنه د یوه کلتوري مناسبت په توګه وپالي.

هغې زیاته کړه: "مونږ په افغانستان کې هم د نوي کال جشن نمانځه او خوشاله یم چې دلته يې هم نمانځو، هر چیرې چې اوسو باید خپل کلتور له یاده ونه باسو."

ملګري ملتونه د اریایانو دا د زرګونو کلونو لرغونې مېله د میلیونونو خلکو او فرهنګونو د وصل زمینه بولي او سږ کال يې د امن او پیوستون په شعار نمانځي.

د افغان امریکايي مېرمنو د ټولنې غړو په داسې حال کې د جلا وطنو افغانانو لپاره دا غونډه جوړه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې دا کلنی جشن ندی نمانځل شوی.

د غونډې ګډونوالې مریم زرمتۍ وویل، ښځو په ځانګړې توګه میندو ته به نوی کال هغه وخت خوند او رنګ ولري چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځيو دروازې خلاصې شي.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د نوروز پر لمانځلو بندیز لګولی و. سږکال يې هم په غیر رسمي توګه په ځینو سیمو کې خلک له هغه جشن څخه منع کړي چې د افغانستان ټولو قومونو به د یووالي، اوراتلونکې ته د هیلو په دعا نمانځه.

په تېرو کلونو کې به د نوروز د جشن پرمهال په مزارشریف، کابل ، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې د میلو تر څنګ د وزلوبې سیالۍ هم ترسره کېدې چې ګڼ خلک به یې نندارې ته ورټولېدل.