شاته

افغانستان له پاکستان سره د کرکټ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل

د افغانستان کرکټ بورډ نن سه شنبه مارچ ۲۱ (حمل لومړۍ) له پاکستان سره دریو ۲۰ اوریزو سیالیو ته د راشد خان په مشرۍ د ۱۷ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

په اعلان شویو لوبغاړو کې صدیق اتل لومړي ځل د افغانستان ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو ته انتخاب شوی. دغه ځوان کیڼ لاس توپ وهونکی د ۱۹ کلنو لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې په شپږیزې او نورو داخلي لوبو کې هم لوبېدلی دی.

صدیق اتل، د حضرت الله ځاځي په ځای،‌ چې له څو کالونو راهېسې په لوبډلې کې و، راوستل شوی. ځاځی په دې وروستیو میاشتو کې ښه ځلېدلی نه دی. محمد نبي عسیی خېل چې څه موده مخکې له متحدو عربو اماراتو سره په لوبې کې نه و، له پاکستان سره سیالیو ته غوره کړل شوی دی.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې راغلي دي چې « نجات مسعود او ظاهر خان چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې تېرو سیالیو کې د لوبډلې برخه ول، د دې سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي. د دې ترڅنګ رحمت شاه زرمتی هم له لوبډلې کېنول» شوی دی.

په اعلامیې کې د کرکټ بورډ اجرايي مشر نصیب خان هیله ښودلې ده چې افغان لوبغاړي به له پاکستان سره لوبو کې ښه ځلېږي: «زه ډاډه یم چې افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې کوي او هېواد ته به ویاړونه راوړي. موږ خپلې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د بریا لپاره دعا کوو او هیله من یو چې ملت ته به خوښۍ ور په برخه کړي.»

افغان لوبغاړي ‌له څه مودې راهېسې په متحدو عربو اماراتو کې په تمرینونو بوخت دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان امریکا غږ ته په یوې مرکې کې وویل چې لوبډله یې د پاکستان سره سیالیو ته پوره چمتو ده او هیله یې وښوده چې ښې لوبې به وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا درې شل اوریزې لوبې د مارچ په ۲۴، ۲۶، او۲۸ نېټو باندې د شارجې په لوبغالي کې دي. دا اول ځل دی چې دا دوه هېوادونه د لوبو داسې لړۍ کوي.

د افغانستان اعلان شویو لوبغاړو نوملړ: راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق.

احتیاطي لوبغاړي: نجات مسعود، ننګیال خروټی او ظاهر خان.