شاته

امریکا په یمن کې د بندیانو د تبادلې د موافقې هرکلی وکړ 

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په یمن کې د جنګي ډلو ترمنځ د شاوخوا ۹۰۰ بندیانو د تبادلې د تړون هرکلی کړی دی.

د امریکا د ملي‌ امنیت د شورا ویاندې ادرین واتسن په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «په یمن کې دا مهم ګام د هغه تړون په اساس په مثبت رامنځ ته شوي چاپیریال کې اخیستل شوی، چې جګړه یې عملآ ۱۱ میاشتې درولې.»

د بندیانو د تبادلې دا تړون په سویزرلنډ کې له لسو ورځو خبرو وروسته تېره ورځ لاسلیک شو.

ادرین واتسن د یمن لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي «هنس ګرینډبرک او د سره صلیب له نړیوالې کمېټې څخه مننه کړې ده چې د دغه تړون د نهايي کولو لپاره یې زیار» اېستلی دی.

تړون د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعه حوثي یاغیانو او په نړیواله کچه د یمن د پېژندل شوي‌ حکومت د استازو ترمنځ لاسلیک شو.

د حوثي یاغیانو د استازو مشر عبدالقادر المرتضی ویلي دي‌ چې د تړون په اساس به د یمن حکومت ۷۰۰ حوثي یاغیان او حوثي ډله به ۱۸۰ حکومتي بندیان خوشې کوي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هنس ګرنډبرګ وویل چې د یمن دغه ښکېلې غاړې به د مۍ په میاشت کې د نورو بندیانو د تبادلې لپاره بیا غونډه کوي، خو زیاته یې کړه چې په یمن کې د جګړې ختمول ډېر کار غواړي.

هغه وویل که یمن «د دغې اته کلنې جګړې د ویجاړونکیو زیانونو څخه، چې نارینه وو او ښځو ګاللي، وتل غواړي، دا جګړه هر اړخیز او دوامداره ختمېدل» غواړي.

په یمن کې په ۲۰۱۴ کال کې کورنۍ جګړه پیل شوه چې حوثي شیعه یاغیانو په کې له حکومت څخه مرکز صنعا ونیوه. د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د یمن د حکومتي ځواکونو او ایران د حوثي یاغیانو تر څنګ ولاړ دي.

ملګري ملتونه وايي چې تر دې دمه د یمن په جګړې کې سلګونه زره کسان وژل شوي‌دي. ‌

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې د ۲۰۱۵ کال څخه د ۲۰۲۲ تر سپتمبر پورې ۳۷۷۴ ماشومان په یمن کې وژل شوي. په دې سربېره، ډېر نور کسان بېځایه او بې کوره شوي دي.