شاته

د پاکستان له 'زندانونو څخه ۱۹۰ نور افغانان' هم ازاد شوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو څخه د نژدې ۲۰۰ افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل نن سې شنبه مارچ ۲۱ (وري لومړۍ) رسنیو ته لېږلې ویډیويي پیغام کې ویلي دغه افغان کډوال چې شمېر یې ۱۹۰ تنو ته رسیږي پرون دوشنبه د سیند ایالت له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: "نن دو شنبه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ١٩٠ تنه افغان بندیان را خلاص او د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم په دولتي مصارفو خپل هیواد ته راولېږدول شول."

پر همدې مهال په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ هم ویلي دغه افغان بندیان د کراچۍ د ملیر سنټرل جېل Remand Home او حیدر اباد له زندانونو څخه ازاد شوي دي.

یادې کونسلګرۍ همدارنګه زیاته کړې چې په تازه ازاد شوو افغان بندیانو کې ۱۳ تنې مېرمنې او ۱۴ ماشومان هم شامل دي چې ټول تیره ورځ هیواد ته انتقال شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ١٨٩٣ افغان بندیان ازاد او هیواد ته انتقال شوي دي.

د پاکستان حکومت تر دامهاله له خپلو زندانونو څخه د تازه خوشي شوو افغانانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي. طالب چارواکو تر دې مخکې ويلي و چې د پاکستان په زندانونو کې شوخوا ۲۰۰۰ افغانان بنديان دې چې په خبره شاوخوا ۱۴۰۰ افغانان د کراچۍ، حیدر اباد، لاړکنه او سکر له زندانونو څخه ازاد شوي او خپل هیواد ته انتقال شوي دي.

دغه افغانان چې زيات شمېر يې ويل کيږي د درملنې او خپلو دوستانو ليدو لپاره پاکستان ته تللي وو د هغه هيواد د پوليسو لخوا نيول شوي دي. د پاکستاني چارواکو د معلوماتو په اساس، د دغه هیواد پولیسو د یو لړ عملیاتو په مهال د پاکستان په بېلو بيلو سیمو کې د قانوني اسنادو او وېزو نه لرلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان نیولي او زندان ته یې وړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ میلیون قانوني افغان کډوال ژوند کوي، خو اټکل کیږي چې سلګونه زره نور غیر قانوني افغان کډوال هم په پاکستان کې شتون لري.