شاته

بلینکن: نړۍ باید مسکو ته د چین د سولې په طرحې ونه غولیږي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، نړۍ باید د چین د ولسمشر له خوا روسیې ته د سولې د وړاندیز په اړه نه غولیږي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ دا مهال د روسیې په سفر بوخت دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې طرحه وړاندې کړې ده.

ښاغلي بلینکن د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) مسکو ته د چین د سولې د پلان په اړه شک څرګند کړ او خبرداری یې ورکړ چې دا ممکن د جګړې د ځنډولو لپاره یو "تاکتیک" وي تر څو د اوکراین د جګړې په ډګر کې د روسیې سره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "نړۍ باید د روسیې په هر ډول تاکتیکي اقدام ونه غولیږي چې د چین یا بل کوم هیواد په ملاتړ د اوکراین جګړه هغو شرایطو پای ته ورسوي چې روسیه یې وړاندیز کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغه د "عادلانه او تلپاتې سولې" لپاره د ډپلوماسۍ ملاتړ کوي خو پدې اړه یې شک وشود چې چین به د اوکراین "ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا" وساتي. هغه وویل هغه پلان چې دې حیاتي اصل ته لومړیتوب نه ورکوي غیر عادلانه پایله لري او "رغنده ډیپلوماسۍ" نه ګڼل کیږي.

بلینکن وویل: "د اوربند غوښتنه چې د اوکراین له خاورې څخه د روسي ځواکونو وتل پکې نه وي په مؤثره توګه د روسیې اشغال تاییدوي."

تر دې څرګندونو مخکې، انتوني بلنکن له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستې اعلان وکړ، چې ۳۵۰ میلیونه ډالره ارزښت لري او د هیمارس د راکټي دستګاه، د هاویټزر توپخانې مهمات، د ټانک ضد مهمات او برادلي زغره وال ګاډي په کې شامل دي.

بلینکن په یو بیان کې ویلي: "روسیه همدا نن ورځ یوازې دا جګړه پای ته رسولی شي. تر هغه وخته چې روسیه دا کار کوي، څومره وخت چې ونیسي، موږ به په متحده توګه له اوکراین سره ودریږو."

بلینکن وویل: "په داسې حال کې چې د اوکراین په وړاندې د روسیې په ناحقه او تاوتریخوالی ډکه جګړه کې لا هم انسانان وژل کیږي، موږ یو ځل بیا د اوکراین د خلکو بې حده زړورتیا او ثابته اراده او په نړیواله ټولنه کې د اوکراین لپاره د قوي ملاتړ یادونه کوو."

اوکراین ته د متحده ایالاتو نوې پوځي مرستې په هغو پانګو تمویل کیږي چې دمخه د متحده ایالاتو کانګرس تصویب کړې دي. د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په وروستیو کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، امریکا له اوکراین سره له ۲۴ میلیاردو ډالرو ډېرې پوځي او بشري مرستې کړې دي.