شاته

بایډن: نوروز په بشري کړکیچ کې ګیر پاته افغانانو ته د هیلو جشن دی

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه میرمن جیل بایډن ټولو هغو خلکو ته د نوروز مبارکي ویلې چې په متحده ایالاتو او نړۍ کې دا لرغونی جشن نمانځي.

بایډن د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۲۹) په سپینې ماڼۍ کې د نوروز د نمانځلو په مراسمو کې وویل چې نوروز د هیلو لپاره یو ښه فرصت دی. هغه د افغانستان وضعیت ته په اشارې وویل: "سږکال نوروز د ډیرو کورنیو لپاره په سختو شرایطو کې راځي، چې له بل هر وخت څخه زیات هیلو ته اړتیا لري."

بایډن وویل: "په ترکیه او سوریه کې د هغو کورنیو لپاره هیله چې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د خپلو عزیزانو په غم غمجن دي. د افغانستان د خلکو لپاره هیله چې لا هم له ژور بشري ناورین سره لاس او ګریوان دي. د ایران د خلکو لپاره هیله چې د خپلو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو لپاره مبارزه کوي.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او پر دغه هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی او طالبانو پّ مدني آزادیو په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړې او کار په حق باندې ډېر محدودیتونه وضع کړي دي.

بایډن چې په سپینه ماڼۍ کې د هفت سین د میز تر څنګ یې وینا کوله، د غونډې ګډونوالو ته چې زیاتره یې ایرانیان وو، په خطاب کې وویل چې نوروز یو لرغونی جشن دی چې له ډېر پخوا راهیسې د شیراز له باغونو څخه نیولې بیا تر د کابل او اربیل تر غرونو او باکو پورې نمانځل کېږي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د نوروز د نمانځلو د منع کولو رسمي حکم نه دی صادر کړی، خو د افغانستان د مرکزي ولایت دایکندي په ګډون له یو شمېر ولایتونو څخه په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې سیمه ییزو طالب چارواکو خلک د دې جشن له لمانځلو منع کړي دي او هغه یې "بهرني او غیر اسلامي رسمونه او رواجونه" ګڼلي دي.

ملګرو ملتونو نوروز د یوې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندلی او د مارچ ۲۱مه یې چې د هجري لمریز کال له لومړۍ ورځې سره برابره ده، "د نوروز د نړیوالې ورځې" په توګه په رسمیت پېژندلې ده.