شاته

ملګري ملتونه د اوبو نړیواله ورځ نمانځي

ټاکل شوې ده چې ملګري ملتونه د ۱۹۷۷ کال ورورسته په لومړي ځل د مارچ په ۲۲مه (وري دوهمه)، د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د اوبو د ستونزې په اړه کنفرانس جوړ کړي.

د انجنیرۍ یوه بومي امریکایي محصله به په دغه کنفرانس کې د خپلې قبیلې د هغې مبارزې یادونه کوي چې د متحده ایالتونو په لویدیځ کې یې د زیان رسوونکو بندونو د له منځه وړلو لپاره کړي ده.

کله چې د نړۍ استازي په ملګروملتونو کې د اوبو د موضوع په اړه غونډه کوي، نو بروک تامپسن به هم پکې وي او د کلامت سیند د خوندي ساتلو په برخه کې به د خپلې قبیلې د هڅو یادونه وکړي.

دا سیند د امریکا په لویدیځ کې د اوریګن له ایالت څخه د کلیفورنیا تر سواحلو بهیږي او د زرګونو کلونو راهیسې تری انساني ژوند ته ګټه رسیدلې. د دې سیند په څنډو کې د یوراک خلکو او نورو قبیلو د پیړیو راهیسې د کلامت سیند له اوبو ډیره ګټه اخستې او د طبعیت د ښو نعمتونو، لکه دکبانو په څیر غوره خواړه يي ترلاسه کړي.

بروک تامپسن وايي: «زه چې کوچنۍ وم، تمام دوبی به مې کبان نیول. زه به په همدغه ځای کې وم او د دوبي موسم کې به مو دلته کیږدۍ وهلې وه.»

په ۲۰۰۲ کال کې، چې محصله تامپسن اووه کلنه وه، د امریکا په لویدیځ کې یې د کبانو د مړینې تر ټولو بده پېښه ولیده.

دا په لسیزو کې د کبانو د کمیدو او پخپله د سیند د بد وضعیت ترټولو حیرانوونکی حالت و چې یو علت يي په کلامت سیند کې د اوبو د بندونو جوړول وو. نوموړې وايي، د همدې حالت لیدو انګېزه ورکړه چې د انجینرۍ په برخه کې زده کړې پیل کړي.

هغې وویل: « همدا سبب شو چې پوه شم دلته څه خرابي شوېده. ما پکې دوه علتونه پیدا کړل. یو دا چې د چاپیریال له اړخه څه خرابي شوې، او بله سیاسي ستونزه وه چې دا وضعیت يي رامنځ ته کړ. »

نوموړې د کبانو د مړینې بل لامل د اقلیم زغم پای ته رسېدل ګڼي.

محصله تامپسن د خپلې کورنۍ لومړنۍ غړې ده چې په ستنفورډ پوهنتونه کې يې ماسټري وکړه او اوس په سانټا کروز ښار کې د کلیفورنیا په پوهنتون کې د چاپیریال پيژندنې او سیاسي علومو په برخه کې دوکتورا کوي.

تیر کال په مصر کې د اقلیمي بدلون اړوند کنفرانس کې تر وینا وروسته ورته د کور څخه یو ښه زیری ورسېد.

خبر دا و چې د شل کاله مبارزو وروسته، په کلامت کې د اوبو بندونو نړول پیل شول. هغه وايي دا یې په نړیواله کچه د پوهاي یوه لویه موخه ده:« ممکن اوس وخت زما د کار څرک هم ونه لګیږي، خو که چیرته د اقلیمي بلدون، قبایلي او بومي پرګنو هویتي خودمختارۍ او د اوبو د حق په څير مسایلو ته د حل لاروچارو لږ چانس هم موجود وي، زه به ورته کار وکړم.»

تامپسن اندېښمنه ده چې پرمختللي هیوادونه د اوبو د برېښنا داسې نوي بندونه جوړوي چې د پاکې انرژۍ د تولید شرایط پوره کړي، خو دوئ په چاپيریال او بومي ولسونو د خپل کار د اغېزو په اړه زیاته پاملرنه نه کوي. هغه زیاتوي: «پدې هیله یم چې په راتلونکو خصوصي مجلسونو کې زما په څير زیات استازي ګډون وکړي.»