شاته

د اوکراین د ملاتړ په اړه د امریکا د دوو سیاسي ګوندونو ترمنځ د اختلاف د پراخېدو امکان

سره له دې چې امریکایان اوس هم د اوکراین د جګړې قوي ملاتړ کوي خو په دې اړه د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوندونو د غړو ترمنځ د نظرونو اختلاف په رابرسېره کېدو دی.

د جګړې ضد لاریون کوونکو د شنبې په ورځ، مارچ ۱۸ (کب ۲۷)، په واشنګټن کې مظاهره وکړه. هغوی په اوکراین کې جګړې ته د سوله ییزې حل لارې د موندلو او له کیف سره د امریکا په ملاتړ کې د تغیراتو غوښتنه وکړه.

د لاریون یوه تنظیمونکي بن بېکر وویل: "موږ پوهیږو چې خلک اوسمهال له انفلاسیون څخه ځوریږي. د جګړې اقتصاد هم وږی دی. خو ددې پرځای په میلیاردونو میلیاردونو ډالر د جګړې د اقتصاد خوراک کېږي."

یو شمیر لاریون کوونکو د اټومي وسلو د استعمال په هکله اندېښنې درلودې. یو له دغو کسانو جان دی. هغه وايي: "سره له دې چې د اټومي جګړې چانس ممکن کم وي، خو تر هغه وضعیته چې باید وای ډیر لوړ دی."

د اکسوس- اپسوس یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې ۷۹ سلنه امریکان چې ځانونه دیموکراتان بولي او ۶۰ سلنه نور چې ځانونه خپلواک ګڼي، اوس هم اوکراین ته د وسلو او پيسو د استولو ملاتړ کوي. خو یوازې ۴۲ سلنه جمهوري غوښتونکو دا ملاتړ کړی دی.

د فلوریډا جمهوري غوښتونکي والي ران ډیسانټیس تېره اونۍ خپل دریځ په یوه بیانیه کې په روښانه ډول بیان کړ چې د فاکس نیوز د نطاق ټکر کارلسن له خوا ولوستل شوه. په اعلامیه کي ویل شوي چې: "موږ نشو کولای په یوې زیاتیدونکې بهرنۍ جګړه کې مداخله، د خپل هیواد له دفاع څخه مهمه وګڼو."

خو پخواني مرستیال ولسمشر، مایک پینس له اې بي سي شبکې سره په خبرو کې د دیسانټس موقف رد کړ.

هغه وویل:"د یوې ازادې نړۍ د رهبرې، د ډیموکراسۍ د یوې ملاتړې په توګه پکاره ده چې امریکا ځان ډاډمن کړي چې اوکراین هغه څه ولري چې اړتیا ورته لري."

دواړه پینس او ډیسانټیس د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د نوماندۍ فکر کوي، خو تر اوسه هیڅ یوه په رسمي ډول اعلان ندی کړی.

عام امریکایان اوس هم له کیف څخه قوي ملاتړ کوي. خو د چارو یو شمیر شنونکي وایي د دیموکراتانو ترمنځ بېلوالی چې له روسیې سره د خبرو پلویان دي، هم د رابرسیره کیدو په حال کې دی.

د آیوا پوهنتون استاد سټیفن شمیټ وايي امکان لري چې دا موضوع د بایډن د بیا نوماندېدو پر مهال نوره هم بارزه شي.

هغه وویل: "په دیموکرات ګوند کې لیبرالان او ترقي غوښتونکي د بایډن له حکومته خوښ نه دي. او که ولسمشر بایډن تصمیم ونیسي چې بیا ټاکنو ته دریږي، کوم چې زه فکر کوم دا کار به وکړي، نو د اوکراین په اړه به د امریکا د سیاست د ارزولو او بیا کتلو فشار موجود وي."

نوموړي زیاته کړه، د دواړو ګوندونو ترمنځ اختلافات ممکن زیات شي ځکه یو شمیر نورې مهمې سیاسې پریکړې راپورته کیږي چې ممکن اوکراین ته له پاملرنې سره رقابت وکړي لکه بانکي وضعیت، او د تایوان او پاسیفیک اړوند د چین فعالیتونه.

شمیټ تمه لري چې د اوکراین سره د امریکا د ملاتړ په اړه بحثونه به د راتلونکي کال په لومړیو کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د کمپاینونو له شروع سره پیل شي.