شاته

د نجونو پر زده‌کړه د بنديز دوام؛ د ماشومانو د ساتنې اداره: بې‌وزلي به زياته شي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل کېدو په اړه د طالبانو حکومت لا څه نه‌دي ویلي، د ښوونځیو یو شمېر نجونې زده‌کوونکې هیله لري چې، واکمن نظام به د نوي تعلیمي کال په پیل کې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

د کندهار اوسېدونکې عالیه چې په اتم ټولګي کې ترې ښوونځی پاتې شوی وايي پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ډېره ناهیلې کړې ده.

دا د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې، سږ کال له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

نوموړې وايي: "کله چې ښوونځی نه وي، کورس نه وي، پوهنتون نه وي هلته هیڅ رڼا نه‌شته او د یوې تیاره راتلونکې خبرداری انسان ته ورکوي، چې دا ډېرې بدې پایلې لري، نو په دې اړه د خلکو اندېښنې بیخي زیاتې دي ،باید ژر تر ژره ښوونځي پرانيستل شي."

عبدالباري عابد چې د ننګرهار اوسېدونکی دی وايي، دوه خویندې يې پر زده‌کړو د طالبانو د حکومت د بندیز له امله پر کور ناستې دي چې په خبره یې دواړه د خپل راتلونکې په اړه سختې اندېښمنې دي.

ښاغلی عابد وايي: "زما دوه خویندې چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله په کور بندې دي، کله چې د ښوونځیو دروازې بندې شوي دي، دوی هره ورځ ژاړي او اندېښنه کوي، د خپل راتلونکې اندېښنه ورسره بیخي زیاته ده، نو موږ هیله لرو چې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې باید پرانيستل شي."

کله چې د ښوونځیو دروازې بندې شوي دي، دوی هره ورځ ژاړي او اندېښنه کوي

طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره سم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نه‌کړي، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زیاته شي.

سیف ده چلډرن په یو بیان کې چې نن پنجشنبه د دغه ادارې پر وېب سایټ خپور شوی ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته چې اتلس میاشتې له زده‌کړو منع شوي، ټولګیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړل شي.

پکتيا کې د نجونو يو ښوونځي، ارشيف
پکتيا کې د نجونو يو ښوونځي، ارشيف

د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی چې، که طالبان دغه بندیز لغوه نه‌کړي، د ماشومانو ودونه به زیات شي، کورنۍ به لا بې‌وزلۍ ته اړې او راتلونکی نیمایي نسل به له کاري ځواکه بهر پاتې شي.

يادې ادارې ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له درې میلیونو نه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې زده‌کړې کولې، له دې حقه محرومې شوې دي.

سیف ده چلډرن د دغه بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي او وایي، کله چې نوی تعلیمي کال د وري یا حمل میاشتې په لومړیو کې پیلیږي، ټولې نجونې باید پرېښودل شي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي.

په ورته وخت کې د برېتانیا د پارلمان یو شمېر غړو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره د نجونو د ښوونځیو د پرانيستلو په اړه خبرې وکړي.

د برېتانيا پارلمان
د برېتانيا پارلمان

دوی د طالبانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ويلي دي چې، اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۸۵۰ زره نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ماشومانو د ساتنې ادارې او د برېتانیا د پارلمان د دغې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

موږ هم د طالبانو د پوهنې وزارت له ویانده په حمل میاشت کې د ښوونځیو د پيلېدو په اړه پوښتل خو د دې راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو وړاندې تر دې بېلابېلو طالب چارواکو بار بار ویلي دي چې د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دي خو پر هغوی د زده‌کړو لګول شوی بندیز یې تر امرثاني بللی دی، خو د امر ثاني دا پرېکړه تر اتلس میاشتو غځېدلې او طالبانو لا هم پر نجونو د بندیز د پای ته رسېدو په اړه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

اړوند مطالب