شاته

افغانستان کې بې‌وزلي؛ اوچا: پر ښځينه کارکوونکو له بنديز وروسته د مرستو رسول اغېزمن شوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، ښځې په غیر دولتي مؤسسو کې له ۳۵ نه تر۴۰ سلنې پورې د کاري ځواک برخه تشکيلوي او هغوی په افغانستان کې د مرستې رسولو د عملیاتو یوه لازمه برخه ده.

خو اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، دوه میاشتې مخکې ښځې له دې کار څخه راګرځول شوې دي.

اوچا د خدیجې په نوم په کابل کې د یوې ځوانې مرستندویه کارکونکې یادونه کړې چې هم راتلونکې ته ویره او هم هیله لري.

دا یوازې خدیجه نه‌ده بلکې د طالبانو دغې پرېکړې ډېری ښځې په تېره هغوی چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي، له ورته حالت سره مخامخې کړي دي.

"زموږ خویندې د کورونو مسؤلیت پر غاړه لري، مؤسساتو سره مو ژوند برابر و

د کونړ ولایت اوسېدونکې همرا صافۍ هم د خپل ژوند له بد وضعیت څخه شکایت کوي.

هغې ازادي راډیو ته وویل، پر ښځو د کار کولو له بندیز سره زموږ ژوند اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

اغلې صافۍ وايي: "زموږ خویندې د کورونو مسؤلیت پر غاړه لري، مؤسساتو سره مو ژوند برابر و، ډېری ستونزې مو هوارې وې اوس چې فعالیتونه بند شوې دي، ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ دي."

افغانستان کې بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې او د مرستو بهير هم ټکنی شوی دی، انځور - ارشيف
افغانستان کې بې‌وزلي تر بل هر وخت ډېره شوې او د مرستو بهير هم ټکنی شوی دی، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مرستیالې رافایلا یودیچي چې د افغانستان لپاره د دې ټولنې له ځانګړې استازي ټوماس نېکلاسن سره افغانستان ته په وروستي سفر کې ملګرې وه، تېره ورځ په یوه ټویټ کې وویل، په اوس وخت کې په افغانستان کې شل ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو په برخه کې پر بشري مرستو متکي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامزالاکبروف تېره اونۍ وویل، افغانستان لا هم په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی.

له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو خیریه بنسټونو د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی و او ویلي وو چې، د دې هېواد د نفوس څه باندې نیمایي یعنې ۲۸ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې چې، یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان د طالبانو د حکومت له‌‌خوا په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې خپل فعالیتونه بشپړ یا یې ځینې برخې وځنډولې.

اړوند مطالب