شاته

د امریکا دموکراتان او جمهوري غوښتونکي د بایډن د غوښتنو په اړه اختلاف لري

د امریکا ولسمشر جو بایډن کانګرس ته په خپلې کلنۍ وینا کې، پر جمهوري غوښتونکو او دموکرات ګوند غږ وکړ چې د کډوالو، چین سره د رقابت او اوکراین کې د جګړې په ګډون د هغو کورنیو او بهرنیو ننګونو په وړاندې متحد دریځ غوره کړي چې امریکا ورسره مخامخ ده.

د سه شنبې د شپې په وینا کې هغه وویل: "که په تېر کانګرس کې موږ توانېدلي یو چې ګډ کار وکړو، هیڅ دلیل نشته چې موږ دې ونشو کړای پدې دوره کې ګډ کار او په مهمو مسایلو باندې توافق ونکړو."

خو په کانګرس کې دموکرات ګوند چې په سنا کې اکثریت دی او جمهوري غوښتونکي چې د استازو جرګې اکثریت په لاس کې لري، د هغو مهمو مسایلو په اړه اختلاف لري چې بایډن یې د حال لارې د موندلو غوښتنه کوي.

د استازو د جرګې دموکرات غړي، مارک ټکانو، وویل: "جمهوري غوښتونکي شعارونه ورکوي چې 'پوله وتړئ، پوله وتړئ'، پرته له دې چې ومني په حقیقت کې دا د ستونزې حل نه دی... په کار ده د هغو میلیونونو کډوالو په اړه فکر وکړو چې ماشومان امریکا ته راغلي، دلته لویان شوي او لا هم بې سرنوشته دي. دې هېواد ته راتګ د هغوی ګناه نه وه."

جمهوري غوښتونکي استدلال کوي چې د سرحدونو د بودیجې د زیاتولو دپاره د بایډن غوښتنه ښايي امریکا ته د کډوالو راتګ نور هم زیات کړي. جمهوري غوښتونکي د سرحد د امنیت لپاره د بایډن لخوا د نورو پیسو غوښتنې ته د شک په سترګه ګوري او اندېښمن دي چې کیدای شي دا پیسې د مهاجرینو د مخنیوي پر ځای د هغوی په هڅولو ولګول شي.

د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکی غړي، براین بابین، وویل: "که موږ نورې پیسې ورکړو، دوی به یې د لازیاتو مهاجرینو د راتګ دپاره د امکاناتو په برابرولو ولګوي. دا پیسې بې د مهاجرینو د مخنيوي پرځای د هغوی په لاهڅولو ولګول شي."

بایډن د اوکراین ملاتړ د امریکا د ملي امنیت دپاره اړین وباله.

د استازو د جرګې دموکرات غړی، ویسنټې ګونزالیز، وايي دلته د ټولې نړۍ په وړاندې زموږ د شهرت مسله مطرح ده. هغه وویل: "موږ د دموکراتیکو هېوادونو دپاره د هیلو د مشال په توګه له دموکراسۍ ملاتړ کوو. موږ باید له اوکراین سره ودریږو."

خو جمهوري غوښتونکي وکیلان د روسیې د یرغل په وړاندې له اوکراین سره د امریکا د مرستو دقیقه څارنه غواړي.

د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکی غړي، راین زینکي، وویل: "آیا پلان دا دی چې دا [مرستې] اوکراین ته بې حسابه سپین چیک وي. په یاد ولرئ، کله چې اوکراین ته وسلې لېږو، موږ پدې کنټرول نلرو چې د دوی وسلې چیرته ځي."

جمهوري غوښتونکي دا نیوکه هم کوي چې د چین د مشکوک کشفي بالون په اړه چې تېره اونۍ راوغورځول شو، د بایډن د ادارې غبرګون ورو وو.

د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکی غړي، ډان بېکن، وویل: "هغه ډیر محتاط دی، نه غواړي چې څوک وپاروي. خو دا برخورد یې چینایان دا ډول کړنو ته نور هم هڅوي. زه فکر کوم [چین] دا حالت څاري او یوه کمزورتیا ویني."

خو بایډن څرګنده کړه چې امریکا له چین سره رقابت کوي او دښمني ورسره نلري.

د استازو د جرګې ډیموکرات غړی، ویسنټې ګونزالیز، وايي، ولسمشر پر ځای کار وکړ. هغه وویل: "هغه [بایډن] انتظار وکړ تر هغو چې دا [بالون] زموږ له خاورې ووت او بیا یې په یوه خوندي ځای کې وویشت. فکر کوم موږ چین، روسیې او نړۍ ته وښودله چې که تاسو راشئ او زموږ په هیواد کې دا ډول چلند وکړئ، نو موږ هم غبرګون ښیو."

د امریکا د وېشل شوي کانګرس دپاره بله ازموینه د مې د میاشتې په وروستیو کې ده، کله چې د امریکا د تادیاتو په ورکولو کې د پاتې راتګ د مخنیوي دپاره، د کانګرس غړي باید د هېواد د پور اخیستلو د کچې د لوړولو په اړه پرېکړه وکړي.