شاته

روس په افغانستان کې د امریکې پاتې وسلې د سیمې د امن لپاره خطر ګڼلې دي

واشنګټن ـــــ د روس د ملي امنیت شورا سیکرټري نیکولای پېټروشیف په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې وسلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده او ویلي یې دي چې د دغو وسلو په وسیله ناارامي د سیمې ټولو هېوادونو ته تلای شي.

نیکولای پېټروشیف د چارشنبې- شورو په ورځ د افغانستان د مسئلې په اړه په پینځمه هراړخیزه غونډه کې- چې د سیمې د هېوادونو امنیتي استازو پکې ګډون کړی وو- په افغانستان کې طالبانو ته د امریکې او نېټو‌ ځواکونو ور پاته شوې وسلې د اندېښنې وړ وبللې.

د روس د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې نیکولای پېټروشیف په خپلو خبرو کې دعوه کړې چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د اربونو ډالرو په ارزښت وسله پرېیښې ده. ښاغلي پېټروشیف ویلي:

"موږ د څه باندې زرو بکتربند موټرو، عسکروړونکو ټېنکونو، په درځنونو الوتکو او هیلیکاپټرو، د سلګونه توپخانو، مارټر توپو، د ټېنک او الوتکې ضد سیسټمونو او لکونه سپکو او درنو وسلو په اړه خبره کوي چې لسګونه اربه ډالر ارزښت لري".

د روس د ملي امنیت سلاکار وایي کېدای شي دا وسلې او جنګي وسایل هم په افغانستان کې دننه د بېلابېلو ډلو تر منځ د جګړو د زیاتېدو سبب شي او هم په غیرقانوني لارو په تور بازار کې خرڅ شي.

پېټروشیف دا اندېښنه هم ښکاره کړې چې کېدای شي دا وسلې د نورو هېوادونو د ترهګرو ډلو لاسونو ته ورشي. وایي په دې توګه امکان لري "په افغانستان کې د ناارامۍ مرکز- چې د ده په وینا لوېدیځو هېوادونو جوړ کړی- د سیمې ټولو ملکونو ته وغزېږي".

طالبانو لا په دې اړه څه رسمي جواب نه دی ویلی خو تېر کال یې هغه رپوټونه رد کړي وو چې ګوندې د بهرنیو ځواکونو پاته وسلې په پټو لارو ګاونډي پاکستان ته وړل کېږي.

د امریکې د دفاع وزارت د رپوټونو له مخې امریکې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته له 2005م تر 2021م کال پورې د 18.6 اربه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل ورکړي وو.

د وي او اې د رپوټ له مخې اټکل کیږي چې د 7.12 اربه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل چې الوتکې، ګوله بارود، پوځي موټر، وسلې، مخابراتي وسایل او نور شیان پکې شامل دي په افغانستان کې پاته شوي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

روس په داسې وخت په افغانستان کې د پاته بهرنیو وسلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې چې هندوستان څه موده مخکې ویلي وو تر خپله ولکه لاندې کشمیر کې یې له وسلوالو داسې وسلې نیولې دي چې د امریکې جوړې وسلې وې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یواځې په افغانستان کې وې.

د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر چارواکو د جنورۍ پر 30مه این بي سي نیوز ته ویلي وو، چې هلته د پاکستان له ملاتړو جنګېدونکو وسلوالو سره د امریکې جوړ ایم4 او ایم16 ټوپک او نورې وسلې او مرمۍ لیدل شوې دي چې وایي هلته داسې وسلې په تېره 30 کلنه جګړه کې ډېرې لږ لیدل شوې دي.

چارواکي وايي تر اوسه چې زیاتره دغه وسلې له کومو کسانو تر لاسه شوې دي هغه د جیش محمد یا لشکر طیبه ډلې دي، د دغو دواړو ډلو مرکز پاکستان په پاکستان کې ګڼل کېږي چې امریکې د ترهګرو تنظیمونو په توګه اعلان کړې دي.

د کشمیر په مرکز سرینګر کې د هندي پوځ یوه ویاند لیفټیننټ کرنل ایمرون موسوي این بي سي ته ویلي، د دغو دواړو ډلو وسلوال د امریکې تر وتلو مخکې له طالبانو سره د جګړې یا روزنې لپاره افغانستان ته لېږل شوي وو.

این بي سي وایي ایمرون موسوي تېر کال په یوه ایمېل کې ویلي وو، "په ډېره اسانۍ دا اندازه لګول کېدای شي چې دغه ډلې پاته وسلو ته لاسرسی لري".

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه


د امریکا صدر جوبایډن د سټېټ اف دي یونین وینا
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00