شاته

څیړونکي: پاکستان سیمه کې د ترهګرۍ څخه د اندیښنې په ښودلو له نړۍ څخه باج اخلي

افغان کارپوهان په ملګروملتونو کې د پاکستان د سفیر منیر اکرم وروستی خبرداری چې ګواکې د پیسو کمښت او د طالبانو د عاید نشتوالی به د داعش سره ددې ډلې د غړو د یوځای کیدو سبب شي، د پاکستان یو بل ډول باج اخیستنه ګڼي.

د سیاسي چارو دغه افغان کارپوهان وايي، چې پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د یو شمیر تروریستي ډلو سره د اړیکو د ساتلو او په ځینو برخو کې دغو ډلو سره د همکارۍ تجربه لري.

دغه کارپوهان دا ګڼي، ښاغلي اکرم دا څرګندونې ددې لپاره کړي، چې پاکستان د تروریزم د یو قرباني په توګه معرفي کړي او د نړیوالې ټولنې څخه مرستې ترلاسه کړي. د پاکستان سفیر دا خبرداری هم ورکړ که «طالبان کافي پېسې ونلري، ځینې ډلې به ترې داعش ته ولاړې شي. په افغانستان کې وضعیت اندېښمنوونکی» دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د نیوز ویک مجلې سره په یوه مرکه کې د ډیورېنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو بریدونو او فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي کله ناکله پاکستاني طالبان، د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ او نورې ټولې وسله والې ډلې د پاکستان د ګټو په خلاف یو ځای فعالیت کوي.

منیر اکرم ویلي چې حکومت یې د دغو ډلو په ضد اقداماتو ته هوډمن دی او «په تېر وخت کې مو هم د دوی په ضد اقدامات کړي دي»، خو خبرداری یې ورکړ چې اوس لویه ننګونه د طالبانو د حکومت هڅول دي چې د دغو ټولو ډلو په خلاف اقدامات یې په ګټه دي.

په تهران کې د افغانستان پخوانی دیپلومات سید نورالله راغي په دې نظر دی چې په ملګروملتونو کې د پاکستان د استازي څرګندونې افغانستان کې د طالبانو حکومت لپاره یو ډول خبرداری دی، چې کیدای شي داعش ډله پیاوړي شي او خپلو صفونو ته وسله وال جلب کړي چې دا ممکن د طالبانو پر وړاندې جدي ګواښونه را ولاړ کړي.

ښاغلي راغي وویل: "د پاکستان سفیر د بلې خوا نړیوالې ټولنې ته هم دا پیغام ورکوي، چې داعش د پراختیا او پیاوړي کیدو په حال کې دی او په دې توګه ښاغلی اکرم څو هدفه تعقیبوي. یو غواړي چې د اتیاومې لسیزې په څیر د امریکا د متحده ایالاتو د بهرني سیاست لومړیتوب ته د یو اعتماد وړ او ستراتیژیک شریک په توګه ستون شي."

همداشان د سیاسي چارو دا کارپوه وایي چې پاکستاني چارواکي د تروریستي ډلو خطر په لویه بڼه ښودلو سره د یوې خوا غواړي خپل هیواد د تروریزم قرباني وښيي تر څو د نړیوالې ټولنې څخه سخاوتنمدانه مرستې ترلاسه کړي او د بلې خوا په پاکستان باندې چې د تروریزم د ملاتړ په برخه کې د نړیوالو تحقیقاتي ادارو کوم تورونه لګیدلي هغه تورونه هم له ځان څخه پاک کړي.

په جرمني کې د باختر انستیوت غړی او د نړیوالو اړیکو کارپوه رضا قاسمي هم وایي چې د اتیایمې لسیزې په سر کې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په کلنو کې پاکستان ته زیاتې سخت دریځه ډلې ورماتې شوې وې، چې د ښاغلي قاسمي د ادعا پر اساس د داعش وسله وال هم لومړی له پاکستان څخه افغانستان ته تللي و، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي و.

د نړیوالو اړیکو دغه استاد وایي، اوس هم افغانستان ته سخت دریځي وسله والې ډلې د پاکستان له لارې داخلیږي . د ده په نظر پاکستان د داعش لپاره لومړیتوب نه دی او دا ډله په سیمه کې نور ستر اهداف په نښه کوي.

ښاغلي قاسمي وویل: "د پاکستان د سفیر د څرګندونو په اړه دا شعر سړي ته وریادیږي چې د تیزو غاښونو په زمري باندې ترحم په پسو باندې به ستم اوسي."

ښاغلی قاسمي وايي، چې ځینې سخت دریځه ډلې د امکاناتو په ترلاسه کولو داعش ډلې سره یوځای کیږي. د طالبانو حکومت لا په ملګروملتونو کې د پاکستان سفیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو طالب چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او اوس مهال دا ډله په دغه هیواد کې هیڅ کوم څرګند ادرس نلري.

د ځینو رپوتونو له مخې داعش ډلې یوازې په نږدې دوو میاشتو کې د کابل په ګډون په افغانستان کې په شپږو ځایونو باندې بریدونه کړي دی.

همدا تیره اونۍ کابل کې د بهرنیو چارو وزات مخ ته په یو برید کې نږدې شل تنه چې اکثره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي و وزل شو اوله څلویښت نورو ټپیان شو. ددې برید مسولیت داعش په غاړه اخیستی دی.