شاته

ملګرو ملتونو د لشکرِ طیبه مرستیال مشر عبدالرحمان مکي نړیوال ترهګر ونوماوه

واشنګټن ـــــ ملګرو ملتونو په پاکستان کې د موجودې توندروه ډلې لشکرِ طیبه مرستیال مشر عبدالرحمن مکي د نړیوال ترهګر په توګه نومولی دی او په نړۍ کې یې د هغه اثاثې یې کنګل کړې، پر سفر او وسلو یې بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د «القاعده او داعش د بندیزونو کمېټۍ 1267» د جماعت الدعوه او لشکرِ طیبه د مشر حافظ سعید اخښی 68 کلن عبدالرحمن مکي د ګل- دوشنبې په ورځ د ترهګرو په فهرست کې شامل کړ.

د تېر کال په جون مياشت کې چين په دغه فهرست کې د عبدالرحمن مکي د شاملولو په اړه د هند او امریکې ګډ وړانديز په وروستۍ شېبه کې درولی وو، خو دا ځل چين خپله غوښتنه بیرته اخیستې ده.

پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له 15 غړو څخه 14 د هند او امریکې د وړاندیز په ملاتړ رایې ورکړې دي او له هغه وروسته عبدالرحمن مکي په دې فهرست کې اچول شوی دی.

مکي په 2019م کال کې په پنجاب صوبه کې حکومت د امن د خرابولو په تور نیولی وو او وروسته یې په هغه باندې د ترهګرو د مالي مرستو په تور مقدمه درجه کړې وه او په دې مقدمه کې د سزا له کبله اوس هم په زندان کې دی.

رپوټونه وایي د حافظ سعید خور د عبدالرحمن مکي مېرمن ده او د مکي خور د حافظ سعید کورودانه ده، ځکه خو هغه ځانګړی اهمیت لري او د جماعت الدعوه ډلې مرستیال مشر دی.

عبدالرحمن مکي د پنجاب د بهاولپور اوسېدونکی دی چې د 1954 کال د دسمبر په 10مه نېټه زېږېدلی دی. له حافظ سعید سره د نیژدې اړیکو له امله هغه تل د خپلې ډلې پر لوړو څوکیو پاته شوی دی.

د حافظ سعید او عبدالرحمان مکي پر تنظیم لشکرِ طیبه باندې د 2008م کال په نومبر کې د ممبۍ د حملو په ګډون په هند کې په ګڼ شمېر نورو بریدونو کې د لاس لرلو تور لګېږي.

د ممبۍ تر حملو وروسته د امریکې د انصاف ادارې هم عبدالرحمن مکي په 2010م کال کې د ترهګرو په نړیوال فهرست کې شامل کړی وو او د هغه پر سر یې دوه میلینه امریکایي ډالر اعلان کړي‌ وو.

عبدالرحمن مکي د 80 په لسیزه کې د اسلام اباد په اسلامک پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله او دا هغه وخت وو چې د اسامه بن لادن د استاد عبدالله عزام په ګډون ګڼ شمېر عرب او افغان استادان له دې پوهنتون سره تړلي وو.

د بي بي سي د رپوټ له مخې دا نه ده معلومه چې مکي به له عبدالله عزام او يا نورو جهادي مشرانو اړیکې لرلې یه نه خو وایي داسې ویل کېږي چې هغه د القاعدې له پخواني مشر ایمن الظواهري سره نیژدې اړيکې لرلې.

رپوټ وایي عبدالرحمن مکي په اسلامک پوهنتون کې د استادۍ پر مهال د ډاکټرېټ زدکړو لپاره سعودي عرب ته لاړ او هلته يې د مکې مکرمې له جامع القراء پوهنتونه د اسلامي سياست پر موضوع پي ایچ ډي وکړه.

پاکستان د 2002م کال په جنورۍ کې لشکرِ طیبه ناقانونه اعلان کړ، بیا یې په 2019م کال کې جماعت الدعوه او له دغو دواړو تنظیمونو سره تړلی یو بل تنظیم «فلاح انسانیت فاونډیشن» هم ناقانونه اعلان کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00