په تېر شپېته کاله کې د چين ابادي په وړومبي ځل په کمېدو ده
واشنګټن- د چين حکومت ويلي تېر کال د هېواد ابادي کمه شوې ده چې په شپېته کاله کې په وړومبي ځل د نړۍ د دويم لوی اقتصادي قوت په اړه نوې څرګندونه ده.
د چين د شمارياتو څانګې بيورو اف سټيټېسټېک د نهې- سې شنبې په ورځ ويلي په کال 2022 کې 9.56 ميلينه بچي پيدا شوي او 10.41 خلک مړه دي چې له سوبه يې په ابادۍ کې د 850.000 تنو کمی راغلی.
دا کمی د 1950 د لسيزې نه وروستو په وړومبي ځل راغلی کله چې د نظام بنياد ايښودونکي ماو زيتونګ د اقتصاد د ښه کولو تجربه وکړه او په نتيجه کې يې قحط راغی او په ميلينونو خلک ترې مړه شول.
د چين د څو لسيزو راهسې د يو بچي پيدا کولو پاليسۍ دا کمی رامنځ ته کړی ځکه کورنيو د دې خلاف ورزي نه شوه کولی.
چين دا پاليسي په کال 2016 کې نرمه کړه او کورنيو ته يې يو شمېر مراعات ورکړل چې خاندانونه جوړ کړي او د دې د پاره يې ورته نغدې پيسې ورکول هم پيل کړل.
خو ډېر چينايي ځوانې کورنۍ د يو بچي د پاليسۍ ملتيا کوي او لا هډو بچي پيدا کول نه غواړي ځکه چې د ګرانۍ د لاسه د 1.41 بيلينه ابادۍ په ملک کې اوسېدل ګران شوي دي.
کارپوهان وايي د بچو د پيدایښت کمی به چين د کارکوونکي ځوان کول د کمي سره مخ کړي چې د ملک اقتصادي انجن وچلوي او د پاسه پرې د بوډا کېدونکي نسل د پېنشنونو بوج بيل راروان دی.