شاته

د پاملرنې نړیواله اداره وایي په افغانستان کې خپل ځنډېدلي روغتیايي کارونه بیرته پیلوي

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د ماشومانو د صحت او ژغورنې په اړه کارکوونکې ادارې سیو دي چلډرن او آيي سي ار سي نه وروسته د پاملرنې یو بلې نړیوالې ادارې کیئر انټرنېشنل هم ویلي د طالبانو له خوا ښځو کارکوونکو ته د اجازت وروسته دوي افغانستان کې خپلې هلې ځلې بېرته پېلوي.

په افغانستان کې یو شمېر نړیوالو تنظیمونو خیریه خپل فعالیتونه وروسته تر هغې ودرولي وو چې د افغان طالبانو حکومت تېر کال د دسمبر په ۲۴مه د یو امر د لارې په ټولو داخلي او بهرنیو غیردولتي تنظیمونو او سازمانونو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز اعلان کړ.

تر دغه اعلان څو ساعتونه وروسته د پاملرنې د نړیوال تنظیم (کېر انټرنېشنل) په ګډون د ماشومانو د صحت د پام ادارې (سېو دي چلډرن) او د ناروې د کډوالو شورا په نوم څو غیر دولتي نړیوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړل.

د پاملرنې نړیوالې موسسې د ګل- دوشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ ۱۶ پر خپل ویبپاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې ښځې کارکوونکې د تنظیم لازمي برخه ده او ددوي نه بغېر کارونو ته دوام نه شي ورکړی کېدلی.

بیان کې ویل شوي افغان اولس ته د ورپېښو چېلنجونو ته د ځواب ویلو دپاره د سړو سره د ښځو کارکونکو فعالیتونه هم د پام وړ دي او اوس چې د طالبانو لخوا ښځو کارکوونکو ته د کار کولو باور ورکړی شوې نو دوي افغانستان کې د انساني بحران مخنیوي په خاطر د صحت او خوراک د کمی په لړ کې خپلې هلې ځلې بیا پېلوي

د موسسې په بیان کې دا هیله هم څرګنده کړی شوې ده چې په ښځو به ټول بندېزونه لرې کړی شي او دوي هڅې کوي چې د ټولو کارکوونکو د پاره په اسانۍ سره د کار کولو زمینه برابر کړي ځکه چې تنظیم په افغانستان کې د روغتیايي فعالیتونو تر سره کېدو لپاره ښځینه او نارینه دواړو کارکوونکو ته اړتیا لري.

د پاملرنې موسسې له 1961 راهیسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي دي او دا وخت په اوو ولایتونو کې د ۳۰ روغتیايي ګرځنده ټېمونو سره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ساتنې موسسې (سېو دي چلډرن) هم د یکشنبې- اتوار په ورځ د جنورۍ په ۱۵ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو محدوده برخه کارونه بیرته پیلوي.

د ماشومانو د ساتنې موسسې د یکشنبې- اتوار په ورځ پر خپله ویبپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په هغو سیمو کې خپل فعالیتونه بیرته له سره پيلوي په کومو سیمو کې چې د دوی د کار کوونکو د بیرته راګرځېدو په اړه دغه سازمان ته بشپړه خوندي او باوري ضمانتونه ورکړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00