شاته

دملګرو ملتونو خبرداری:پاکستان کې به سږکال بې روزګاري اؤ ګراني نوره هم سیوا شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پاکستان دکمې امدنۍ په هیوادونو کې پاتی دی او په کال 2023م کې هم د توانایۍ د بحران او قیمتونو د کمي او زیاتي ستونزو سره مخ کیدای شي.

اقتصادي پوهان وایي په پاکستان کې د سیلابونو له وجې په عام ولس بدې اغیزې شوي او د اقتصادي ستونزو له امله په راتلونکي کې د توانایۍ د کمي او زیاتو بیعو له امله ګراني او بې روزګاري نوره هم سيوا کیدای شي.

دمردان 42 کلن محمد عارف د کاروبارونو د نشتوالي له وجې بی روزګاره شوی، اؤ وایي 6 نفره کورنۍلري خو د بې روزګاری له وجې یې ژوند ګران دی.

"سحر راشو ماښامه پورې هسې ناست یو ،روزګارونه نشته او ګراني ده کله د یو سترګو ته ګورو کله د بل خو روزګار نه وي، ډیر پریشانه یو ،مسلی راته ډیرې دي او خرڅونه نه پوره کیږي"

د ملګرو ملتونو د مزدورانو ایجنسۍ خبرداری ورکړی چې په کال 2023م کې به د تیرکال په مقابله کې کارونه یا نوکرۍ موندل هم مشکل وي.

په رپوړټ کې ویل شوي هرڅو که د روس او اوکراين له جګړې د سویلی ایشیا هیوادونه نیغ په نیغه نه دي متاثره شوي خو په نړیواله کچه د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې د ګرانۍ د خطرو سره مخ دي او ددې تر څنګ د قدرتي افتونو ستونزې هم مخې ته راځي.

د رپوړټ مطابق په پاکستان کې د سیلابونو له وجې په توانایۍ حکومتي رعایتونه ختم کړی شوي او په خلکو د مالیاتي بوج د زیات والي په وجه په غربت او بې روزګاری کې هم اضافه کیږي.

اسد خان په خیبر پښتونخوا مردان کې د سنګ مرمرو کارخانه چلوي، دی وایي د هغوی د کاروباري بجلۍ د یو یونټ نرخ نزدې 60 روپۍ دی او هره میاشت 15 لکه روپۍ یوازې د بجلۍ په مد کې ورکوي.

اسد خان وایي 20 نفره مزدوران یې په کارخانه کې کار کوي، خو ډیر زر ده چی کارخانه بنده کړي.

"نن سبا په یو شفټ کی 20 مزدوران کار کوي، د ګرانې بجلۍ له وجې مو شفټونه کم کړي دي او اخري کارخانه بندیدو ته روانه ده"

دپاکستان د اقتصادي سروی 2022-23 مطابق په پاکستان کې سړي سر امدني 1658 ډالره ده چې د ورځې په حساب 4.6 ډالره امدن جوړیږي او په پاکستاني روپو کې یو تن د ورځې 1000 روپۍ امدن لري خو سرکاری شمیرې ښایي چې د سیلابونو وروسته په ملک کې د بې روزګارۍ شرحه 6 فیصدي نه زیاته شوې ده.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې دغیر ملکي زرمبادلې کمی دی او پاکستان زیاتره بجلي په ډیزلو هم ترلاسه کوي او 70 فیصدي پټرولیم مصنوعات د بهرنیو هیوادونو څخه درامد کوي.

هغه وایي په راتلونکي وخت کې د درامدي توان د کمي له امله ګراني او بې روزګاري نوره هم سيوا کیدای شي.

"حکومت به ضرور پټرولیم مصنوعاتو ته پام کوي خو که داسې قسمه حالات وي نو ددې درآمد هم کمیدای شي او مصنوعي بحران او ذخیره اندوزي به پیدا شي او ددې قیمتونه به نور ګران شي"

د ملګرو ملتونو لیبر ایجنسۍ په خپل رپوړټ کې وایي په کال 2023م کی به په نړیواله کچه بې روزګاري 208 میلينه ته زیاته شي او ددې شرحه به 5.8فیصدي شي.

د مزدورانو نړیواله اتحادیه یا لیبر ارګنایزیشن وایي په نړیواله کچه د اقتصادي ستونزو یا سست رويۍ له وجې خلک به په کمه تنخا کار ډیر کار کوي.

د ملګرو ملتونو د رپوړټ تر مخه دا وخت په نړیواله کچه چې زیات تره پکې دسویلي ایشیایې هېوادونه شامل دی ، 214 میلينه خلک د غربت له وجې 1.90 ډالره ورځ په کار کولو مجبوره دي چې پکې 290 میلينه ځوانان هلکان او جینکۍ شامل دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00