شاته

اکسفام: د نړۍ یو فیصد بډایه خلکو د نړۍ دوه پر درې برخې شتمني ترلاسه کړې

په داسې حال کې چې د نړۍ د سیاسي او اقتصادي چارو مشران دا اونۍ د سویس په ډاووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې راټول شوي، د اکسفام موسسې ویلي د نړۍ یو فیصد تر ټولو بډایه خلکو د ټولې نړۍ دوه پر درې برخې شتمني ترلاسه کړې ده.

له بې وزلۍ سره د مبارزې دغې نړیوالې خیریه موسسې په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۵ کلونو کې په لومړي ځل بې کچې بډاینه او بې کچې بې وزلي په یوه وخت زیاته شوې ده.

اکسفام په نړیواله کچه د شتمنو او بې وزلو خلکو تر منځ د زیاتېدونکې نابرابرۍ د حل لارې موندلو په موخه پر خلکو د مناسبو مالیو د وضع کېدو غږ کړی دی.

د امریکا لپاره د اکسفام موسسې مسئول، نبیل احمد وویل: "د ډاووس غونډه یا د پیسو او شتمنیو فیسټوال د جنورۍ په میاشت کې پداسې حال کې بیا جوړیږي چې زمونږ د معلوماتو له مخې د نړۍ یو فیصد تر ټولو شتمنو خلکو له ۲۰۲۰ کال راهیسې په نړۍ کې د ټولو شتو، دوه پر درې برخه ترلاسه کړې ده."

اکسفام وايي د دغو شتمنیو یوه برخه هغه پیسې دي چې حکومتونو په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس د قرنطینونو له امله په بیړني ډول د نړۍ اقتصاد ته ورکړي دي.

نبیل احمد زیاته کړه: "د دغو پیسو ورکړه، اړینه وه، خو تر ټولو زیاتو شتمنو خلکو وکولی شول چې د پیسو له ډیروالي ګټه واخلي او په نتیجه کې یې د اسهامو بازار ګټه وکړه او د مناسبې مالیې د نشتوالي له امله تر ټولو شتمنو، وکولی شول چې خپل جیبونه نور هم ډک کړي."

د ډاووس ښار په نړیوال اقتصادي فورم کې د نړۍ میلیاردران، د حکومتونو وزیران او د مرکزي بانکونو رئیسان په داسې حال کې راټولیږي چې د اکسفام موسسه وايي، بډای خلک ورځ تربلې شتمن کیږي.

په عین وخت کې ددې موسسې د محاسبې له مخې، ۱.۷ میلیارده کارګر په هغو هیوادونو کې ژوند کوي چې د انفلاسیون کچه په کې لوړه او معاشونه کم دي، په دې مانا چې بې وزلي خلک نور هم غریبان کیږي. خو د انفلاسیون له امله د خوراکي توکو او انرژۍ د بیو لوړېدو د شتمنو شتمني نوره هم زیاته کړېده.

د اکسفام موسسې دې مسئول وویل: "مونږ وکولی شول، وښیو چې د خوراکي توکو او انرژۍ ۹۵ شرکتونو څنګه په ۲۰۲۲ کال کې خپله ګټه دوه چنده کړه."

اکسفام سپارښتنه کوي چې د انرژۍ په شرکتونو وضع شوې لوړه مالیه دې، د خوراکي توکو په هغو شرکتونو هم ولګول شي چې ډیره ګټه کوي. دغه موسسه همدارنګه د نړۍ په میلیارډرانو باندې د پنځه فیصده مالیې د وضع کولو غوښتنه کوي.

نبیل احمد وویل: " د بې حده نابرابرۍ مخه نیول کیدای شي. په نړۍ کې د مساوات او تعادل د رامنځته کېدو لپاره یو اساسي شرط له بډایه اشخاصو دمالیې اخیستل دي. مونږ د نرسانو، ښوونکو او منځنۍ طبقې د خلکو خبره نه کوو، بلکه د هغو کسانو خبره کوو چې په لوړو مقامونو کې دي او ډیرې پیسې لري."

د نړیوال اقتصادي فورم تنظیمونکي وايي، دغه غونډه د ټولو لپاره ګټوره ده.

ددې فورم رئیس بورګه برینډ وویل: "د بحث لپاره ډیر څه لرو، مونږ باید جنګونو او شخړو ته د حل لار پیدا کړو. مونږ باید دا ډاډ هم ترلاسه کړو چې له اقتصادي رکود سره مخ نشو. مونږ د اویایمو کلونو په شان له لسو کلونو راهیسې د اقتصادي ودې ټیټه کچه درلودلې ده. مونږ له ټولو ګډونوالو غواړو چې د یوه باثباته، خوندي، ټولشموله او د ودې په حال کې نړیوال اقتصاد لپاره په ګډه کار وکړي."

نړیوال بانک د اکتوبر په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې د بې کچې بې وزلۍ پرضد مبارزه د انفلاسیون له وجې له خنډ سره مخامخ ده او اقتصادي وده یې ورو کړې ده.