شاته

کابل کې يوې نجلۍ له زده‌کړو د بې برخې نجونو لپاره کورنی ښوونځی جوړ کړی

په کابل کې یوې نجلۍ د یو شمېر نورو نجونو په مرسته له زده‌کړو د بې برخې نجونو لپاره یو کورنی ښوونځی جوړ کړی دی.

قدریه رضايي د کابل په يوه کور کې له زده‌کړو د بې برخې نجونو ته درس ورکوي.

دغه مېرمن وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته پر نجونو زده کړې بندې شوې او دغه شان کورسونو او پوهنتونونو ته یې په تګ بندیز ولګېدو له يو شمېر نورو نجونو سره يې د "ایستاده ګي برای تحصیل" په نوم د کابل په لوېدیځ کې دا ښوونځی جوړ کړ، ترڅو په خبره یې له زده کړو بې برخې نجونې په‌کې درس ووايي.

له نېکمرغه موږ دلته ډېر ټولګي لرو

قدریې رضايي ازادي راډيو ته وویل: "کله چې طالبانو تر بل امر پورې د نجونو پر مخ ټول ښوونیز مرکزونه وتړل، ما فکر وکړ چې د دوی لپاره یو ځای ځانګړی کړم، ترڅو دوی له درسونو څخه لرې پاتې نه‌شي، له نېکه‌مرغه موږ دلته ډېر ټولګي لرو، دلته بې‌سواده مېرمنې، نجونې، سوالګر ماشومان او هغه کسان چې د کورس فېس نه‌لري راځي او زده‌کړه کوي."

کابل کې د نجونو له‌خوا کورنی ښوونځی
کابل کې د نجونو له‌خوا کورنی ښوونځی

د دې کورني ښوونځي یوې بلې ښوونکې پروین سلطاني ازادي راډيو ته وویل، چې د دوی د زده‌کوونکو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي.

نوموړې وايي، چې په اوسنيو حالاتو کې پکار ده، د هغو نجونو لپاره چې له زده‌کړو بې برخې دي یو څه وکړو.

هغه کسان چې له زده کړې څخه لرې پاتې دي د لیک لوست زمینه ورته برابره کړو

نوموړې وايي: "د دې کورني ښوونځي له جوړولو څخه زموږ موخه دا ده هغه کسان چې له زده کړې څخه لرې پاتې دي د لیک لوست زمینه ورته برابره کړو، دلته درې برخې دي، یو هغه ماشومان چې د کورس فېس نه‌لري، بل هغه مېرمنې چې سواد نه‌لري، د سواد اموزۍ کورس ورته لرو او درېیم هم هغه نجونې چې له زده‌کړو څخه لرې پاتې دي درس ورکوو."

د دغه کورني ښوونځي د ښوونکو په وینا د دوی د زده‌کوونکو شمېر تر ۶۰ تنو رسېږي.

مرضيه چې يوه زده‌کوونکې ده، ازادي راډيو ته وويل: "کله چې یو کال مخکې ښوونځي زموږ پر مخ وتړل شول، موږ ډېر مایوسه وو خپلې هیلې مو په بشپړه توګه له لاسه ورکړې وې، خو اوس زه ډېره خوشحاله یم، چې دلته راغلې یم، لږ تر لږه څه مې چې زده دي هغه خو به نه هېروم، په دې هیله چې یوه ورځ وکولی شو چې په ازاده توګه خپلې زده کړې پر مخ یوسوو."

کابل کې د نجونو له‌خوا جوړ شوی کورنی ښوونځی
کابل کې د نجونو له‌خوا جوړ شوی کورنی ښوونځی

د زليخا په نوم يوه بله زده‌کوونکې وايي: "ما هیله درلوده چې په راتلونکي کې ډاکټره شم، خو ما هیڅ امید نه درلود، کله چې دې کورس ته راغلم ډېره خوشحاله شوم او د خوښۍ احساس کوم، چې دلته ښوونکي درس راکوي، ترڅو په راتلونکي کې ډاکتره شم او خپل هېواد ته خدمت وکړم."

د دې کورني ښوونځي ښوونکي له هغو نجونو څخه چې باسواده دي غواړي چې په هر ځای کې وي، د سیمې د نجونو د زده‌کړې له پاره کورني ښوونځی جوړ کړي.

اړوند مطالب