شاته

نړيوال اقتصادي فورم: پاکستان اوس هم د ديواليه کېدو د خطرې سره مخ دی

نړیوالې اقتصادي ادارې [ورلډ اکنامک فورم] اندېښنه څرګنده کړې چې پاکستان ته اوس هم د ديواليه کېدو خطره ده او د 2025 پورې دغه هيواد ته په ورپېښو خطرو کې تر ټولو غټه خطره د خوراک د کمي ده.

په پاکستان کې ځينې څيړونکي هم وايي چې د ملک اقتصادي حالت ښه نه دي او ورځ تر بلې خرابيږي.

خو د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار بيا بيا دعوه کوي چې ملک به ديواليه نه شي.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان د سياسي ګډ وډۍ، د خراب اقتصادي حالت سره مخامخ دی، د زرمبادله ذخیره يې د اتوو کلونو نه د زياتې مودې تر ټولو لاندې کچې ته رسېدلې او روپۍ يې په پرله پسې ډول د فشار لاندې ده.

نړيوال اقتصادي فورم د کال 2023 د نړيوالو خطرو په رپورټ کې ویلي چې د پاکستان سره ارجنټاين، تيونس، ګهانا، کينيا، مصر او ترکي هم د ديواليه کېدو د خطرو سره مخ دي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه په ياد رپورټ کې پاکستان ته سايبر سيکيورټي، ترهګر بريدونه، ګراني او اقتصادي بدحالي يادې کړل شوي چې په راتلونکو دوه کلونو کې ورته دا خطرې ورپېښې دي.

د رپورټ ترمخه د پاکستان اقتصادي رفتار کمېدو او ګرانۍ سېوا کېدو له امله د لکونو په شمېره کې خلک د لوږې يا قحط سره مخ کېدی شي.

د دې ترڅنګ ویل شوي د سيمې نور هېوادونه د اوبو وسيلي د پاکستان ضد په سيمه ييزه شخړو کې د وسلې په توګه کارولی شي.

نړیوال بېنک هم د اقتصادي اثراتو په اړه خپور کړی رپورټ کې ويلي، چې د پاکستان اقتصاد د ملک د تاريخ تر ټولو زورورو سېلابونو او سياسي بې ثباتۍ سخت اغېزمن کړی دی.

د رپورټ ترمخه په پاکستان کې راغلو سېلابونو په غټه کچه د کرکیلي ځمکه تباه کړې چې له امله يې په ملک کې د خوراکي توکیو بيعې لوړې شوي دي.

نړیوال بېنک په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې دوه فيصدو ته د رسیدو اټکل کړی چې د تېر جون په میاشت کې د کړي څلور فيصدى ودې د اټکل څخه دوه فيصدي کم دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان اقتصاد به دوه فيصدى وده هله وکړي که د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف اصلاحات یې نافذ کړل.

نړيوال بېنک په خپل راپور کې دا هم ویلي چې پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په دغه هېواد کې ګراني هم د او1970 د لسيزې وروسته تر ټولو زیاتې کچې ته رسېدلې ده.

له دې وړاندې نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ويلي وو، 2023 کال به د نړۍ د اقتصاد دپاره سخت وي ځکه چې د نړۍ په اقتصادي وده کې کردار لوبوونکي مهم هېوادونه امریکا، يورپ او چين ټول د کمزوري حالت څخه تيريږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې په تیرو دریو کلونو کې څلور زره ښځې وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00