شاته

د نقيب مسید د وژنې پينځه کاله وشو خو قضيه تر اوسه په عدالت کې روانه ده

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد پينځه کاله وړاندې په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی، په ياده پېښه سپريم کورټ از خود نوټس اخستی او د هغه وخت د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نقيب کورنۍ ته د انصاف ورکولو ويلي خو ياده قضيه اوس هم په عدالت کې ده.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل صلاح الدين پهنور وايي، "قضيه په وروستي پړاو کې ده او هيله يې څرګنده کړې چې په مياشت نيمه کې به فېصله شي".

نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې په يوه پوليس مقابله کې وژل شوي وو، د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي خو وروسته د پوليسو د لوړو پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو.

په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وينا په مقدمه کې13 کسان بنديوان او اووه مفروران دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې صلاح الدين پهنور وويل، "پوليس چې د پوليس ضد مقدمه کوي په هغې کې ډېره مشکله خبره دا وي چې پوليس په خپل مينځ کې د يو بل ملاتړ کوي او په دې کې تر ټولو زيات تاوان هغه چاته اوړي د چا سره زياتی شوي وي" او د نقيب مسید په قضيه کې هم داسې شوي دي.

هغه د قضيې د وروستوالي يا اوږدېدو لامل پوليس ګرځوي چې پوليس ورسره په دغه قضيه کې ملاتړ نه دی کړی. خو پوليس په لومړو کې د راو انوار مقابلې ته جعلي ويلي او مقدمه يې درج کړې وه.

ښاغلی پهنور وايي، "د نقيب په قضيه کې پولیس ګواه دي، په پوليسو تور دی، پولیس پلټنې کوي او ګواهانو ته تحفظ ورکوونکي هم پولیس دي"، د هغه په وينا ځينې ګواهان د خپلې خبرې نه په شا شوي او په ځینو فشار اچول شوی دی.

نوموړي زیاته کړې هيله لري چې په راتلونکې میاشت نيمه کې به دا قضيه فېصله شي او د عدالتونو نه هيله لري چې په دې قضيه کې به نقيب او کورنۍ ته يې انصاف ترلاسه شي.

راو انوار په ياده قضيه کې په ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د کومو پولیس افسرانو په مشرۍ چې د دغه پېښې دپاره ګډه پلټنيزه کميټي جوړه شوې او دغه مقابلې ته يې جعلي ويلي وو راو انوار تور لګولی وو چې يادو پوليس افسرانو په شخصي ناخوښۍ کې هغه په دې مقدمه کې ښکېل کړی وو.

راو انوار د نقيب مسيد په قضيه کې خپله دفاع هم کړې او دعوه يې کړې وه چې نقيب الله خپل نوم بدل کړی او هغه وړاندې په مقدمو کې تورن پاتې شوی وو.

د نقيب مسيد د وژنې د پېښې وروسته په کراچۍ کې احتجاجي پرلت پېل شوی او بيا په راو انوار او د هغه سره د 25 کسانو چې پکې زياتره پوليس وو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

د پاکستان د سپريم کورټ د هغه وخت چيف جسټس ثاقب نثار د نقيب مسيد د وژنې په پېښه سوموټو نوټس اخستی وو.

او په اپرېل 2018 کې هغه وخت د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنوبي وزيرستان کې د نقيب مسيد کور ته ورغلی د هغه پلار ته يې تعزيت کړی او ويلي يې وو پوځ به په ياده قضيه کې د انصاف ورکولو په لړ کې د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

په کراچۍ کې په جعلي مقابلو تورن راو انوار امریکې د کال 2019 په دسمبر کې د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې وو،

"راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راو انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی وو.

په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راو انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې په تیرو دریو کلونو کې څلور زره ښځې وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00