شاته

روسیې په اوکراین کې د جګړې لپاره د پوځ لوی درستیز نوی قوماندان ټاکلی

د روسیې دفاع وزارت پنجشنبه جنوري ۱۲ (مرغومي۲۲) په اوکراین کې د جګړې د مشرۍ لپاره خپل تر ټولو جګپوړي جنرال ټاکلی دی.

جنرال والري ګرامزموف د روسیې د پوځ لوی درستیز دی او د تیر کال فبروري د میاشتې راهیسې چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، تر ټولو جګپوړی روسي نظامي چارواکی دی چې د دې جګړې د مشرۍ دنده ورکول کیږي.

هغه ۶۷ کلن دی او پدې تیرې لسیزې کې د روسیې د پوځ د لوی درستیز په توګه دنده کړې.

د جمهور رئیس ولادمیر پوتین لخوا د هیواد تر ټولو جګپوړی نظامي چارواکی په اوکراین کې د جګړې د مشرۍ لپاره ټاکل بې حده غیر معمول کار دی او ښایي پدې جګړې کې د بري لپاره د ښاغلي پوتین د هلو ځلو وروستی حد وي ځکه چې روسي ځواکونو په پرله پسې توګه "شرموونکې"ماتې خوړلې دي.

په مسکو کې د دفاعي چارو یو مبصر د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې مسکو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۱ کال کې خپل تر ټولو جګپوړی نظامي چارواکي (مارشال جنرال جورجي زوخوف) د جګړې جبهې ته استولی و.

دې دفاعي کارپوه زیاته کړه، " د پوځ لوی درستیزان په هیڅ ځای کې د پوځیانو قومانده نکوی بلکې یوازې همکاهنګي، چمتووالی او پلان جوړوي. "

د روسیې دې دفاعي کارپوه همدارنګه ویلي چې د جګړې د مشرۍ لپاره د پوځ د لوی درستیز ټاکل د ټولو قوانینو خلاف او بې سارې کړنه ده.

لوی درستیز ګرازموف د دفاع وزیر سرګې شویګو څخه وروسته د روسیې تر ټولو جګپوړی نظامي چارواکی دی او د اتومي وسلو کوډونو ته هم لاسرسی لري.

یو شمیر څارونکي پدې اند دی چې ښاغلی ګرازموف اوکراین ته د روسي ځواکونو په پلان جوړولو کې د نږدې څخه کار کړی خو پدې شرط چې نوم به یې په بشپړه توګه پټ ساتل کیږي.

هغه په ۲۰۱۲ کال کې د روسیې د پوځ لوی درستیز وټاکل شوې او د پخواني شوروي اتحاد د ماتیدو راپدیخوا لومړنی کس دی چې پدې دندې کې د ډيرې مودې لپاره پاتې شوی.

ګمان دا دی چې جنرال ګرازموف په اوکراین کې د روسي ځواکونو عملیات د ندې څخه څارل او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي چې دا روسی جنرال تیر کال د پسرلي په موسم کې د اوکراین ختیځ کې د دنباس سیمې ته هم تللی و.


د اوکراین د جمهور رئیس یو سلاکار هم ویلي چې اوکرایني ځواکونو د دې هیواد په ختیځ کې د روسیې د پوځ دا لوی درستیز په نښه کړی و او برید یې پرې کړی و خو هغه ته زیان نه و رسیدلی.