شاته

بنو: پوځ وایي د ترهګرو پرضد عملیاتو کې یو پوځي اؤ څلور ترهګر وژل شوي

دپاکستان پوځ وایي دخېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې امنیتي ځواکونو دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې یو پوځي عسکر اؤ څلور ترهګر وژل شوي دي.

دخالي یا شنبې په ورځ پوځ خپل یو بیان کې ویلي دا عملیات دبنو جاني خیل سیمه کې د پټو اطلاعاتو په اساس ترسره شوي چې پکې څلور هغه ترهګر وژل شوي چې په امنیتي قواؤ اؤ عامو وګړو بریدونو کې ککړ وؤ.

پوځ دعوه کړې ده چې د عملیاتو په مهال یې د ترهګرو د ولکې نه وسلې اؤ چاویدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

دپوځ په وینا دعملیاتو پرمهال دترهګرو ډزو کې دمحمد وسیم په نوم یو پوځي هم وژل شوی چې تړاؤ یې دخېبر پورې سیمې سره ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دخالي په ورځ پاکستاني رسنیو د هیواد دکورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله له قوله دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو بنو کې دترهګرو پرضد دعملیاتو کولو تابیا نیولې ده خو دبنو سره تړاؤ لرونکي دقامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر زاهد اکرم دراني ويلي، بنو کې هیڅ ډول پوځي اپرېشن يا عمليات نه کیږي.

روانه میاشت د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، جنوبي او شمالي وزیرستان ترڅنګ بلوچستان صوبه کې د پاکستان په امنیتي عسکرو یو شمېر بریدونه شوي چي پکې د پاکستان پوځ افسرانو په ګډون ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.

په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.

هم په 18م دسمبر د بنو سره جوختې پرتې لکي مروت ضلع کې په يوه پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څلور ژوبل کړی شوي وو.

د جمعې په ورځ [30 دسمبر] د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نېشنل سيکیورټي کمېټي یا د قومي سلامتیا کمېټۍ غونډه شوې وه او پکې ويل شوي ټول قوم د ترهګرۍ او ترهګرو پرضد په يوه بيانيه متحد دی او د ملک امنيت چېلنج کوونکو ته به په کلکه ځواب ورکولی شي.

د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي)ترمخه په غونډه کې چې مرکزي وزیران، پوځي مشران او استخباراکي چارواکي موجود وو، په ملک کې د امنيت او قتصاد په اړوند احوال وړاندې کړی شوی دی.

ويل شوي د بهرنیو چارو وزیر مملکت غونډې ته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د رابطو په اړوند احوال ويلی دی.

په خبر کې ويل شوي د ملي امنیت غونډه به په دويمه جنورۍ روانه وي او د سپارښتنو په رڼا کې به نورې پرېکړې کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00