شاته

مشهوره امریکایي خبریاله باربارا والټز د ۹۳ کالو په عمر مړه شوه

د امریکا او نړۍ یوه وتلې او مشهوره خبریاله باربارا والټز چې د لومړۍ میرمنې په توګه یې په یو‌ ټلویزیون کې د شپې په یو خبري پروګرام کې کار کاوه، د جمعې په ورځ دسمبر ۳۰ (مرغومي نهمه) د ۹۳ کالو په عمر مړه شوه.

اې بي سي تلویزیون چې میرمن والټز د ډیر وخت لپاره ورته کار کاوه، د نړۍ ددغې مشهورې خبریالې د مړینې خبر خپور کړی او ویلي دي چې هغه په خپل کور کې وفات شوې ده.

باربارا والټز د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۶ میلادي کال کې د لیکوالې او خبریالې په توګه خپل مسلکي کار د امریکا له ان بي سي تلویزیون سره پیل کړ او د خپل څه باندې پنځو لسیزو مسلکي کار په جریان کې نه یوازې د ښځینه خبریالانو بلکې د نړۍ د ټولو میرمنو لپاره یوه مخکښه څیره وه.

میرمن باربارا د خپل مسلکي کار په جریان کې د کیوبا د پخواني ولسمشر فیدل کاسترو، د بریټانیا د پخوانۍ صدراعظمې مارګریټ تاچر، د لیبیا د ولسمشر معمر قذافي، او د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین په ګډون د نړۍ له ګڼو مشرانو سره مرکې کړي دي.

دغې وتلې خبریالې، د امریکا د پخواني ولسمشر ریچارد نکسن او د هغه وخت د لومړۍ میرمنې پټ نکسن له وخته بیا د خپل مسلکي کار تر پایه تقریبا د امریکا له ټولو جمهورو رئیسانو او لومړیو میرمنو سره مرکې کړي دي.

اې بي سي ویلي‌ چې میرمن والټز یاد ټلویزیون ته د کار پرمهال، ۱۲ امې جایزې ګتلي دي.