شاته

سوات: د امن کمېټۍ پخوانی غړی په ډزو وژل شوی

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په چارباغ تحصيل کې نامعلومه وسله والو د امن کمېټۍ پخوانی غړی په ډزو وژلی دی. د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د سوات د پوليسو په وينا دغه پېښه پرون د شورو/چهارشنبې په ورځ [14 دسمبر] ناوخته د چارباغ تاڼې په اشار بڼ علاقه کې شوې ده.

پولیسو ويلي، ګل محمد د امیرزرين زوی د امن کمېټۍ پخوانی غړی وو، نامعلومه کسانو د کور مخې ته پينځه ډزه ويشتی او وژل شوی دی.

پوليس د پېښې پلټنې پېل کړي او ویلي يې دي پوليس پېښې ته د شخصي دښمنۍ په تناظر کې هم ګوري او پلټنې يې کوي.

په سوات کې د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.

د ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په سوات کې د يادو کېدو وروسته د امن دپاره او ناامنۍ ضد په غټه کچه مظاهرې او پاڅونونه شوي او جرګې شوي چې سوات به ناامنۍ ته نه شي پرېښودی.

د اکتوبر په مياشت کې د سوات پوليسو ویلي وو د سوات په مټه تحصيل کې يې عمليات کړي او هغه "پټ ځايونه او مورچې يې ورانې کړي چې ترهګرو کارولې وې".

د اکتوبر په 29 د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې يوه قامي امن جرګه شوې او پرېکړه شوې وه، "چې د ملاکنډ خلک به نورې امن لښکرې نه جوړوي ځکه د جرګې په خبره، یوه دا چې د امن زمه واري د رياست ده، او تيره تجربه ناکامه شوې د امن په نوم جوړو لښکرو زیاتره مشران وژل شوي دي".

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان دحکومت سره ډز بندي ختم کړې او د ډز بندۍ ختمولو وروسته يې پرله پسې د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".

ځانګړې ویډیوګانې

په پاکستان کې 21.19 فیصده مړینې د زړه د حملې له امله دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00