شاته

له خرابیدونکي بشري وضعیت سره د مخ هیوادونو لست؛ افغانستان دریم ځای کې دی

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیدنۍ ۲۳) د هغو ۲۰ هیوادونو لست خپور کړ چې د سخت بشري کړکیچ له خطر سره مخ دي. په دې لست کې افغانستان دریم ځای کې دی.

د یادې کمیټې د بیړني نظارت په کلني فهرست کې لومړی ځای سومالیا او دویم ځای ایتوپیا خپل کړی دی.

د ‌ژغورنې نړیواله کمیټه IRC وایي اقتصادي‌ کړکیچ په افغانسان کې بشړي اړتیا په دوامدار ډول پراخې کړي دي.

د یادې کمیټې مشر ډیویډ میلبنډ وویل دغې کمیټې په تیر کال د نړیوال سیستم ناکامۍ تشخیص کړي خو اوس هم بشري اړتیاوي د جبري بیځایه کیدو او د خوراکي‌ توکو د کموالي‌ لامل شوي او دا وضعیت مخ په خرابیدو دی.

هغه زیاته کړه، سږ کال د تیر کال په نسبت ۶۵ میلیونه ډیر کسان بشري مرستو ته اړ شوي دي او په نړۍ کې د بیځایه شویو شمیر څه باندې ۱۰۰ میلیونو ته رسیدلی دی.

میلبنډ زیاته کړه، په هغو هیوادونو کې چې جګړه ده، هغه اسباب لکه سیمه ایز، ملي او نړیوال سیستمونه چې د بشري ناورین څخه یې د خلکو محافظت کاوه د له منځه تلو په حال کې دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د ۲۰۲۳ کال د بیړني نظارت کلنۍ لست ښکاره کوي چې بشري کړکیچونو ته باید د نړیوالو د رسیدګۍ تګلارې بدلې شي کوم چې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او د اقلیم کړکیچونه یې په سر کې ځای لري.

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به شاوخوا ۳۴۰ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا ولري او دې کسانو ته د ښو پروګرامونو د درلودلو په هدف، ډیرې بودیجې ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې اټکل کړی په افغانستان کې به په ۲۰۲۳ میلادي‌کال کې ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې په دې منځ کې ۱۳ میلیونه ماشومان دي.

دې ټولنې همدارنګه ویلي ۲۰ میلیونه افغانان چې د هغه هیواد ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، له لوږې سره مخ دي او ۵.۷ میلیونه نور افغانان په ګاونډیو هیوادونو کې د مهاجرو په توګه ژوند کوي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم په افغانستان کې د معیشت د وضعیت د خرابیدو په اړه خبرداری ورکړی وو.

دې کمیتې د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې وویل چې په افغانستان کې په لس ګونو زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د ورځنیو اړتیاوو په پوره کیدو کې له مشکلاتو سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې زیاته کړې:"له نړیوال ملاتړ پرته، وضعیت خرابیږي. د وضعیت د ډیر خرابوالي د مخنیوي په هدف په یاد هیواد کې ډیرو پانګونو ته اړتیا ده."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د شاوخوا ۱۶ میاشتو حاکمیت وروسته، یاده ډله د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوې نده او د نوموړي هیواد اقتصاد هم سقوط ته نږدې دی.