شاته

دبلوچستان قامپالو او سياسي ګوندونو د ريکوډک په اړه نوی قانون دبلوچستان پر حق ډاکه بللې ده

د بلوچستان قامپاله او سياسي ګوندونو د صوبايي او مرکزي حکومت له لوري د ريکوډک په اړه جوړ شوی قانون د بلوچستان پر حق ډااکه ګرځولې او دا قانون يې رد کړی دی-

څو ورځې وړاندې د بلوچستان اؤ سيند صوبو او له هغې وروسته د پاکستان پارلمينټ او سېنټ د بلوچستان د چاغي په سيمه کې دنړۍ دسرو زرو د سترو کانو څخه دبلوچستان په چاغي سیمه کې دموقعیت لرونکي یو کان ( ريکوډک ) په اړه نوي قوانين جوړي کړي خو د بلوچستان سياسي او قامپاله ګوندونه دې ته شک په نظر ګوري او نه يې مني۔

د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د دسمبر پر لسمه يو قرارداد منظور کړل شو چې پکې د بلوچستان د چاغي سيمې د سرو زرو د کان رېکوډک په منصوبه کې بلوچستان ته د ورکول کېدونکو ټيکسونو واک له دې قرارداد وروسته د پاکستان مرکز يا وفاق ته ورکړل شو۔

تر بلوچستان يوه ورځ وړاندې د سيند حکومت هم د رېکوډک په اړه یوه قانوني مسوده منظور کړې وه او ويلي يې وؤ چې مرکز ته اختيار ورکول د پاکستان د ترقۍ لپاره ضروري دي-

له سيند او بلوچستان وروسته د پاکستان په قامي اسمبلۍ او سېنیټ کې د ريکوډک په اړه قرارداد منظور کړل شو او له دې قانون وروسته به د ريکوډک په باب د ټېکسونو لګولو زياتولو، کمولو اختيار له مرکز يا اسلام اباد سره وي-

خو بلوڅ قامپاله ګوندونه وايي چې دا ورته په يوه قيمت د منلو وړ نه ده او پر ضد به يې کلک ودريږي.

دبلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مشر سردار اختر مېنګل پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د ریکوډک اختيار وفاقي حکومت ته وکول کله هم نه تسليموي-

د بي اين پي مېنګل د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبي مري په وي او ای ډيوه ته وويل" د رېکوډک او سېندک په هکله زموږ د ګوند ډېره څرګنده پاليسي ده چې بلوڅ ولس په اعتماد کې د اخستلو بغير دلته چې کوم وسايل دي يا کوم مېګا پراجېکټس دي يوه ته هم موږ اجازه نه ورکووچې دا دې غصب کړي"

هغه وویل بعضې قوتونه اوس هم کوشش کوي چې دا ملک د ”ون يونټ“ په طرز وچلوي چې دا د اندېښنې وړ عمل دی.

د بلوچستان د پخواني وزيراعلا ډاکټر عبدالمالګ بلوڅ ګوند نېشنل پارټۍ هم ددې قانون د نه منلو اعلان کړی دی اؤ ددغه ګوند سنېټیر میر طاهر بزنجو ویلي په جمهوري حکومت کې چې د ریکوډک په اړه کوم بل منظور کړی شوی دا نه يواځي له سیاسي او جمهوري روایاتو سره زیاتی دی بلکې د پاکستان ایين تر پښو لاندې کول دي۔

بزنجو زیاته کړې چې په صوبایي اختیاراتو کې مداخلت او دداسې غير قانوني اختياراتو په اړه قرارداد په دومره کمه موده کې راوړل شوی چې نه ده سینیټ په ايجنډه کې شامل و نه هم په دې اړه دوی سره سلا شوې ده-

د نېشنل ګوند ايالتي وياند علی احمد لانګو ډیوه سره په خبرو کې وویل،د ريکوډک سره زر او کاپر د بلوچستان د بچیانو حق دی ځکه يو چاته هم ددې د وړلو اجازه نه ورکوي،

" په داسي حال کې چې د بلوچستان ځوانان او عام ولس دبیلا بیلو مشکلاتو او محرومیو سره مخ دي د ریکوډک په اړه بل یا قرار داد پاس کول نه یوازې د پاکستان آیین ته سپکاوی دی بلکې داتلسم ترمیم ترخاورو لاندي کولو په مانا دی۔

هغه وایي د نیشنل ګوند موقف واضحه دی چې د بلوچستان د حقوقو پر خلاف فیصلې هیڅ ورته د منلو وړ نه دي.

د مولانا فضل الرحمان ګوند جماعت علماء اسلام هم د دې مخالفت کړی،د بلوچستان صوبايي مرستيال وياند او پخواني صوبايي وزير عين الله شمس ډيوه ته وويل،" دوی لومړی دا بل د سيند او بيا د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ څخه پاس کړو تردې وروسته وفاق قانون سازي پرې وکړه دهغه په وینا د دوو صوبو څخه د قرداردادونو پاس کیدو له امله دوی ته لارهواره شوه۔

"دا کېس په انټرنېشنل کورټ اف لاء کې وچلېدو چېري چې موږ دا کېس وګټلو خو بيا د يوه سازش لاندې و ثالثي عدالت ته وړل شوی و"

د بلوچستان حکومت له لوري د منظور کړل شوي قرارداد د تفصيل په اړه وتلي خبريال او شنونکي سيد علي شاه ډيوه ته وويل چې د بلوچستان حکومت چې کله د سرو زرو او کاپرو د کان معاهده له ټهيتيان او بېرک ګولډ کپمنۍ سره وکړه نو له هغې وروسته حکومت دا دعوه کوله چې اوس به و بلوچستان ته د لسو فيصدو پر ځای پينځويشت فيصده برخه ورکول کېږي خو په خبره يې ددې قانون له منظوریدو وروسته د بلوچستان دغه برخه بېرته کمېږي ولې چې نور بلوچستان دا اختيار له لاسه ورکړی دی،

" پنځه بيلابېل ټکسونه وؤ کوم چې بېرک ګولډ کمپنۍ د بلوچستان و حکومت ته ورکول خو کوم قرارداد چې بلوچستان اسمبلۍ پاس کړی له دې له کبله د دغه ټیکسونو اختيارات وفاق ته وسپارل شول"

د ډان ورځپانې د رپورټ مطابق د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ کې نن دچهارشنبې په ورځ دمرکزي کابېنې غونډه را بلل شوې خو په حکومت کې شاملو اتحادي ګوندونو جماعت علماء اسلام او بي این پي مینګل په غونډه کې له د ګډون کولوانکار کړی و او د شرط یې ایښی چې ترڅو یې د ریکوډک په اړه غوښتنې نه وي منل شوې د کابينې په غونډه کې به ګډون نه کوي.

د رپورټ مطابق حالاتو ته په کتلو سره د پاکستان وزیر اعظم د کابينې کمېټۍجوړه کړې او ویلي یې دي چې د دووی د اتحادي ګوندونو د ریکوډک په اړه د اندېښنو ختمولو لپاره به ژر یو بل ترمیمي بل د پاکستان په پارلمان کې وړاندې کړي-

تر دې وړاندې د بلوچستان وزیر اعلی مير عبدالقدوس بزنجو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وؤ چې دوی له زياتو تکليفونو او ستونزو ګاللو وروسته د رېکوډک په اړه نوی تړون او اوس دا قراردادونه د بلوچستان په حق کې منظور کړي، بزنجو ويلي د سياست له وجې يو چا ته هم د ريکوډک منصوبې د خرابولو اجازت نه ورکوي-

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00