شاته

امريکايي ساينس پوهانو د فیوژن ري اېکشن په زریعه د توانايي پیدا کولو کامیابه تجربه کړې

د امريکا د توانايۍ وزارت د نهې/سې شنبې په ورځ اعلان کړی ساينس پوهانو يې د لسيزو کلونو راهسې هڅې کولې چې د فیوژن ري اېکشین دلارې بجلي جوړه کړي او موندنه يې دا ده چې په دې عمل بجلي کمه لګي او ډېره بجلي پيدا کوي.

په اعلان کې ويلي شوي د ډېر وخت نه په دې تحقيق روان و چې داسې بجلي جوړه کړي چې ماحول کې خيچنوالی نه خوروي او بلاخر دا غټه تجربه او لاس ته راوړنه د کيليفورنيا په لارنس لېورمور نيشنل ليبارټرۍ کې وشوه.

د امريکا د توانايۍ سيکرټري جينيفر ګرانهوم په يو بيان کې ويلي “دا د تحقيق کونکو او نيشنل ايګنيشن فيسيليټي د عملې غټه لاس ته راوړنه ده چا چې خپل خدمات دې کار ته وقف کړي وو چې فيوژن توانايي يو حقيقت وګرځوي او دا به په راتلونکي کې نور تحقيق ته لارې پرانيزي”.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې د بايډن حکومت د هغه کوښښونو د بيا تازه کولو امر کړی او پاکه توانايي پيدا کولو ته يې فنډ ورکړی چې فيوژن توانايي يې خاص هدف دی.

د ګرانۍ د کمولو قانون چې په تېرو ورځو کې منظور شوی د توانايۍ په برخه کې د تحقيق د پاره ځانګړی فنډ لري.

دا داسې هم نه ده چې ساينس پوهان وتوانېدل چې متبادله توانايي جوړه کړي او د انسان جوړې کړې توانايۍ بدلولو ته لاره خلاصه شوه. کارپوهان وايي لاس ته راوړنه مهمه ده خو په دې لار کې مشکله ټېکنالوجي حاصلول لوی خنډ دی.

ساينس پوهانو دا پخوا معلومه کړې وه چې دوه ايټمز د يو بل سره شريک کړل شي چې يو نوی څه ترې جوړ شي نو دا په غټه کچه توانايي خارجوي. د مثال په توګه نمر د فيوژن توانايۍ لويه زريعه ده چې پکې ډېر تاوده زرات د يو بل سره په ډېر زور کې يو ځای کيږي چې نوي زرات پيدا کوي او زياته توده توانايي جوړوي.

په کال 1940 کې ساينس پوهانو د فيوژن ريکټرز تجربې شروع کړې او وتوانېدل چې فيوژن ريکټرز جوړ کړي خو تر اوسه پورې په دې نه وو توانېدلي چې لږه توانايي خرڅ کړي او ډېره ترې جوړه کړي.

د مساچيوسېټس انسټيټيوټ اف ټېکنالوجي د نيوکلير ساينس او انجينيرنګ پروفيسر اين ايچ هوچېنسن وايي پکار ده چې وړومبني رپورټونو ته دومره ځير نه شو ځکه چې د لاس ته راوړنې د اعلان نه وړاندې ساينس پوهان په دې اړه خبر وو.

هغه وويل “دا فيوژن ايګنيشن يو مهم ساينسي تصديق دی خو زه به دې ته غټه موندنه (بريک ترو) ويلو ته محتاط ووسم. د اين اي ايف پروګرام د فيوژن توانايي پيدا کولو د پاره نه دی بلکې د فيوژن چاودنو په اړه د پوهې د پاره دی. د وړو فيوژن چاودنو نه د کار توانايي جوړول لا انجينيرنګ ته لويه ننګونه ده او مونږ ته نه ده معلومه چې کله به په دې قابو ومومو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00