شاته

پېشبینۍ وایي کېدای شي هندوستان تر 2030م کال پورې د نړۍ دریم لوی اقتصاد شي

واشنګټن ـــــ د یوې مالیاتي سروې د پېشبینۍ له مخې د هندوستان اقتصاد د نړۍ په شتمنو هېوادونو کې ډېر په تېزۍ وده کوي او دې ته لاره هواروي چې تر 2030م کال پورې د نړۍ درېیم لوی اقتصادي طاقت شي.

د وي او اې د خبریالې انجانا پاسریشا د رپوټ له مخې څنګه چې په هند کې کمپنۍ د هغوی د ریکارډ له مخې چټکه وده کوي او تنخاوې یې زیاتې کړې دي، دې کار مسلکي کسانو کې خوشبیني پیدا کړې ده.

په نوي ډیلي کې د جیدیپ منچندا په نوم د بازار موندنې یو مسلکي تن- چې تازه یې یو نوی موټر اخیستی- وایي هندي کمپنۍ ډېره ښه وده کوي:

"حتی زما په ملګرو کې هم ډېر خلک خپل کارونه بدلوي او ښو ځایونو ته ځي، خپله زموږ لپاره هم، زما مېرمنې په وروستیو کې یو نوی کار شروع کړ".

د منچندا او د ده د مېرمنې تانیا ټنډن غوندې پېرودونکي کورنۍ غوښتنې مخته بیایي ځکه چې هند له کورونا وایرس وروسته ډېر په زور سره را پورته کېږي او د مثال په توګه د موټرو صنعت یې په تېر نومبر کې تر ټولو زیات موټر وپلورل.

د پېشبینۍ له مخې په هندوستان کې نوې سرمایه کاري روانه ده، چې وایي دا به له هغو اکثرو هېوادونو سره مرسته وکړي چې پرمختګ یې ورو شوی دی.

په اوکراین کې د روس د جګړې له کبله له پیدا شوي اقتصادي بحران سره سره تمه کیږي چې د هندوستان اقتصاد سږ کال هم تقریباً اووه فیصده وده وکړي.

په نیویارک کې د «مورګن سټېنلې او ایس اینډ پي ګلوبل» په نوم د سرمایه کارۍ د یوې کمپنۍ له وروستۍ پېشبینۍ سره سم که د هندوستان اقتصادي وده همداسې په حرکت کې وي دا به ورسره مرسته وکړي چې جاپان او جرمني شاته کړي او د نړۍ دریم لوی اقتصاد شي.

دا مهال امریکا او چین د نړۍ ستر اقتصادي قوتونه دي، خو د پیسو نړیواله اداره ای ایم ایف په پام کې لري چې هندوستان هم تر 2028م کال پورې دې مقام ته ورسیږي او د نړۍ درېیم اقتصاد شي.

په روانه دسمبر میاشت کې د هندوستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بېنک په وروستي رپوټ کې هم ویل شوي وو چې هند د نړۍ د نورو پرمختلونکو اقتصادي بازارونو په نسبت په نړیواله کچه د حالاتو په مقابله کې نسبتاً ښه لري:

په هند کې د نړیوال بېنک مشر اګسټ تانو کوامې وایي د دې میاشتې په پیل کې رپوټ کې ویلي وو:

"د هند اقتصاد له خرابېدونکو بهرنيو حالاتو سره تر ډېره حده ډغره وهلای شي".

د نړیوال بېنک په وینا د هندوستان اقتصاد نسبتاً په جزوي توګه تر څه حده ناخوندي دی ځکه چې وایي یو لوی کورنی بازار لري، خو له نړیوال تجارت سره تړاو نسبتاً کم دی.

د مالیاتي پېشبینۍ له مخې تمه کیږي د هند اقتصادی وده راتلونکی کال ې کمه شي ځکه چې وایي د ډېرو نورو هیوادونو غوندې به هند هم په نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو د بیو له لوړوالي وروسته له ګرانۍ سره مخ شي.

خو په نوي ډیلي کې د ابزرور څېړنیز مرکز اقتصادپوه ابیجیت مکهوپاډیا وایي نړیواله ګراني بیا هم د هند په اړه خوشبیني نه کموي، ځکه چې وایي په ټوله نړۍ کې بدلونونه راځي چې ځینې به یې د هند د اقتصاد لپاره ګټور کېدای شي:

"حتی که د هند اقتصاد په دوامداره توګه شاوخوا پینځه نیم یا شپږ فیصده هم وده وکړي دا ډېره ده".

څېړونکي وايي د هند لپاره نوې موقعې را مخې ته کیږي ځکه چې وایي د چین او امریکې ترمنځ تجارتي او جیو پولیټیکل تاوتریخوالی ورځ په ورځ پسې ډېرېږي او ژور کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00